منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۹ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خوست کې د بیارغونې ځینې پروژې بشپړې او د ځینو نورو چارې پیل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۷ کتنې

خوست  ښار (پژواک، ٥ زمرى ٩٨): په خوست ولايت کې د ۲۴۷ پروژو چارې پيل او د ۱۴۵ ميليونه افغانیو په لګښت پنځه لوی پلونه له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو پروژو د پرانیستې او د بنسټ ډبرو اېښودو په مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي، د تراسپورټ وزیر انجینر محمد یما یاري، د ملکي هوايي چلند عمومي رییس محمد قاسم وفايي زاده، د تراسپورټ په چارو کې د ولسمشر سلاکار مومند، د خوست والي محمد حلیم فدايي او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

په دغو مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د ۵۹۸ ميلیونه افغانیو په لګښت د ۲۴۷ پروژو چارې پیل او ۴۵ نورې پروژې چې پرې ۲۲۴ ميلیونه افغانۍ لګښت شوی، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ولايت مقام وايي چې دغه راز د سړکونو څارنې او ساتنې ریاست په چوکاټ کې د ۱۴۵ ميلیونه افغانیو په لګښت پنځه لوی پلونه هم چې د دغه ولايت په بېلا بېلو سيمو کې جوړ شوي دي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه