کابل (پژواک، ٧ زمری ٩٨): حکومت د کابل د حلقوي سړک د عملي کار پیلېدو د یوولس کلن ځنډ لامل د جایدادونو استملاک بولي خو د سیاسي چارو شنونکي نیوکه کوي او وايي چې د جایدادونو استملاک د دغه کار د ځنډ له پلمې پرته بل څه نه شي کېدای.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، حلقوي سړک له پلان سره سم د کابل- کندهار له لویې لارې د پغمان ولسوالۍ د قلعه عبدالعلي له سیمې پیلېږي او د چهار اسیاب د خیراباد سیمه، د چهار اسیاب په سنګ نوشته د کابل ـ لوګر لویه لار، د بګرامي ولسوالۍ شېوه کي، د کابل ښار احمدشاه بابا، د کابل څرخي پله زندان، په دهنه تنګي کې د کابل ــ جلال اباد لویه لار، په ده سبز ولسوالۍ کې د نوي کابل اړوند سیمې او د کابل د میربچه کوټ ولسوالۍ په کارېزمیر کې د خیرخانې غونډیو شا بېرته له عبدالعلي سیمې سره نښلوي.
سرچینه زیاتوي، د دغه سړک اوږدوالی ۱۱۷ کیلومتره او پلنوالی یې ۱۰۰ متره په پام کې نیول شوی دی.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه سړک د جوړېدو لګښت د ځمکو او جایدادونو د استملاک په ګډون شاوخوا ۳۳۹ میلیونه امریکايي ډالر اټکل شوی دی.
یوولس کلن ځنډ
د ټولګټو چارو وزارت ویاند مهدي روحاني پژواک خبري اژانس ته وویل، د کابل حلقوي سړک یوولس کاله مخکې د اېټالوي (C.LOTTI) شرکت له خوا له تخنیکي اړخه وڅېړل شو او دوه کاله وروسته یې پایله ټولګټو چارو وزارت ته وسپارل شوه.
روحاني زیاته کړه، د دغه سړک لومړۍ برخه ۲۰.۷ کیلومتره اوږده ده چې د کابل ــ کندهار له لویې لارې پیلېږي او مهدیه ښارګوټی او د قورېغ غرونو لمنې د کابل ــ لوګر له لویې لارې سره تړي.
هغه وویل، د دې پروژې د لومړۍ برخې لپاره ۱۱۰ میلیونه امریکايي ډالر په پام کې نیول شوي چې ۷۴ میلیونه ډالر د اسلامي پراختیايي بانک (IDB) له خوا او ۳۶ میلیونه ډالر د افغان دولت له خوا ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه، د دې پروژې د لومړۍ برخې د ۱۲ کیلومترو استملاک چارې بشپړې شوې او په ۸.۷ کیلومتره سیمه کې یوازې د درېیو جایدادونو ستونزه پاتې ده او له دوو میاشتو وروسته به د دې پروژې لومړۍ برخه داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.
د ده په خبره، د دغه سړک د کار دویمه برخه چې ۱۸ کیلومتره اوږدوالی لري د کابل ــ لوګر له لویې لارې پیل او د چهار اسیاب ولسوالۍ په سنګ نوشته سیمه او د بګرامیو ولسوالۍ په شېوه کي، احمدشاه بابا مېنه او څرخي پله زندان د کابل ـــ جلال اباد له لویې لارې سره تړي، تر ډیزان لاندې ده.
د ټولګټو چارو وزارت د ویاند په خبره، د پاتې ۷۸.۳ کیلومتره حلقوي سړک د ارزونې چارې روانې دي.
روحاني په دې اړه چې ولې د یوولسو کلونو په تېرېدو تر اوسه د دغه سړک د جوړېدو عملي کار نه دی پیل شوی وویل، اصلي ستونزه چې د دغه سړک د جوړېدو چارې یې ځنډولې دي، د جایدادونو استملاک ته د خلکو نه حاضرېدل دي.
د ده په خبره، د استملاک اړوند چارې ښاروالي او د ځمکو ادارې له خوا ترسره کېږي.
د کابل ښاروالۍ د استملاک رییس محمد یاسین هلال د کابل د حلقوي سړک د عملي کار د ځنډېدو اصلي علت د ملکیت نه ثابتېدل بولي او وايي چې ډېری جایدادونه ناقانونه اسناد لري او د ځمکو ادارې تر اوسه یاد جایدادونه ښه نه دي ثابت کړي.
خو د ښارجوړونې وزارت ویاند حشمت الله ناصري چې د ځمکو اداره یې هم اړوند ده وویل، له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د جایدادونو د ثابتېدو مسوولیت د ځکمو ادارې پر غاړه دی او له هغې مخکې دغه مسوولیت د ښاروالۍ و.
هغه زیاته کړه، د اراضۍ ادارې په وروستیو دوو کلونو کې له درېیو جایدادونو پرته د حلقوي سړک د لومړۍ برخې ټول جایدادونه ثابت کړي او دغه بهیر دوام لري. هغه وویل، د درېیو جایدادونو مالکان له هېواده بهر دي.
عادلانه استملاک
د کابل ښاروالۍ د استملاک رییس وویل: ((تعویضي استملاک عادلانه دی، د کابل ښاروالي مکلفه ده چې د ځمکو په مقابل کې ځمکه او د توکو د غیر مسووله شتمنیو په مقابل کې د ټاکل شوي پلاوي له پرېکړې سره سم ورځنی بیه ورکول کېږي.))
هلال زیاته کړه: ((له یو متر مربع ځمکې څخه تر سل مترمربع ځمکې پورې د ځمکې مستحق نه دی او له سل متره مربع څخه تر زر متر مربع ځمکې پورې یوه نومره ځمکه ورکول کېږي او دوه زره متره مربع ته دوې نومرې او درې زره متره مربع ته درې نومرې ځمکه ورکول کېږي.))
مسوولین وايي چې د خلکو د ځمکو په بدل کې دوی ته د چهلستون باغ تر شاه د «پډولې» په پروژه کې ځمکه په پام کې نیول شوې ده او له هغو کسانو چې کورونه یې د دغه سړک پر مسیر پراته دي، غوښتنه شوې چې د خپلو ځمکو د استملاک لپاره کابل ښاروالۍ ته ورشي.
استملاک یوازې پلمه ده
د اقتصادي چارو شنونکی غلام محمد ایلاقي دولت د دې پروژې په عملي کېدو کې پر بې پروايۍ تورن کړ او ویې ویل، دولت د دې پروژې د عملي کېدو لپاره قاطع اراده نه لري.
د ده په خبره، د هغو کسانو لپاره چې په دې پروژه کې یې ځمکې استملاک کېږي، باید په مناسبو سیمو او ښارګوټو کې ځمکې ورکړل شي.
د ده په خبره، پډوله دښته اوس د ژوند کولو لپاره مناسبه نه ده.
د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر په دې اړه وویل: ((هېڅکله مسوولیت منونکی دولت نه لرو، د شرم وړ دی چې د ۱۱ کلونو په تېرېدو تر اوسه د حلقوي سړک د لومړۍ برخې کار نه دی بشپړ شوی.))
د ده په خبره، دولت د استملاک بهیر پلمه کړی او ټولې اړوند ادارې یې د حلقوي سړک په اړه د کار اراده نه لري.
هغه زیاته کړه: ((که دولت وغواړي د استملاک ټول بهیر په یو کال کې بشپړوي.))
د یادونې ده، د دې پروژې په عملي کېدو کې په کابل ښار کې د ترافیکو د ګڼې ګوڼې د کمېدو تر څنګ د سوداګرو د توکو په لېږدېدو کې چټکتیا او اسانتیا رامنځته کېږي او د ورځې په جریان کې ولایتونو ته د ډېر وزن لرونکو موټرو د تګ راتګ زمینه برابرېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











