جلال اباد (پژواک ۱۳ زمری ۹۸): د ننګرهار والي وايي، سږکال به د دغه ولايت پچيراګام ولسوالۍ کې د ۵۷۰ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې رغنيزې پروژې پلې شي.
شاه محمود مياخېل دا څرګندونې د زمري په ۱۳مه يادې ولسوالۍ ته د سفر پرمهال وکړې او ټينګار يې وکړ چې په دغې ولسوالۍ کې د موجوده ستونزو د حل په موخه به ځانګړي اقدامات کوي.
پچيراګام چې د ننګرهار يوه له امن ولسواليو ګڼل کېږي او له تېرو دوو کلونو راهيسې په کې د خلکو په ملاتړ امنيت تامين شوی دى؛ خو ځايي خلک شکايت کوي چې تر اوسه په دغې ولسوالۍ کې رغنيز کارونه نه دي شوي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، د خلکو د همدغو ستونزو د اورېدو په موخه يې يادې ولسوالۍ ته سفر وکړ او له نږدې يې د خلکو ستونزې واورېدې.
نوموړی زياتوي، روان کال به پچيراګام ولسوالۍ کې د ۵۷۰ ميليونو افغانيو په لګښت د بېلابېلو پروژو کارونه بشپړ شي، چې د ځينو کارونه يې پيل شوي او ځينې به يې نږدې وختونو کې پيل شي.
د ده په وينا، په يادې ولسوالۍ کې د خلکو لويې ستونزې د ښوونځيو د ودانيو نشتوالی او دغه راز د سړکونو خرابوالی دی چې د شاوخوا شلو ښوونځيو ودانۍ به سږکال ورغول شي او د سړکونو سروې هم پيل شوې ده.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي، د اوبو کمېښت، د رغنيزو پروژو نه پلي کېدل او په سيمه ييزو امنيتي ارګانونو کې د همغږۍ نشتوالی يې لوی ستونزې دي.
د شفيق الله مشفق په نوم يوه قومي مشر پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل، د پچيراګام ولسوالۍ غرونه پراخه اوبه لري؛ خو د بندونو د نشتوالي له امله يادې اوبه په ډير لږ وخت کې ضايع کېږي چې حکومت بايد سربندونه ورته ورغوي.
نوموړي دغه راز نيوکه وکړه چې ولايتي اداره دغې ولسوالۍ ته پوره پاملرنه نه کوي او رغنيزې پروژې په کې نه پلې کوي او دغه راز يې اندېښنه شريکه کړه چې د امنيتي ادارو ترمنځ رامنځته شوې ناهمغږي به د دې لامل شي چې يو ځل بيا د دغې ولسوالۍ امنيت له ستونزو سره مخامخ شي.
يوه بل قومي مشر ملک شازمان وويل، د دې ولسوالۍ د ډېرو سيمو سړکونه خراب او يا هم بېخي نه دي پاخه شوي چې حکومت يې بايد د جوړولو لپاره ګامونه واخلي.
هغه وويل، د ميا کلي لوی پول چې د ډېرو کليو خلک پرې تګ راتګ کوي، له تخريب سره مخامخ دی او که حکومت ورته پاملرنه ونه کړي، خو د سقوط په صورت کې به يې خلکو ته ډېر زيان اړولی وي.
خو د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې سيمه کې يې خبريالانو سره خبرې کولې، ډاډ ورکړ چې د خلکو يادې ټولې ستونزې به تر ارزونې وروسته د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شريکوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










