کندهار (پژواک، ۱۶ زمری ۹۸): د کندهار باغ لرونکي او سوداګر وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ډېر دي خو بهر ته د صادرېدو په برخه کې یې له ستونزو سره مخ دي.
د تازه مېوې د صادراتو لپاره پاکستان تر ټولو لوی مارکېټ دی خو دغه هېواد ورباندې مالیه لوړه کړې ده.
په کندهار کې تازه د انګورو د حاصلاتو راټولولو لړۍ پيل شوې چې کروندګر یې د تېر کال په پرتله د ډېروالي خبره کوي.
د ژېړۍ د پاشمول سیمې باغ لرونکي نظرګل پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال د کندهار د انګورو د حاصلاتو کچه لوړه شوې چې باغ لرونکي ورته خوشحاله دي.
ده وویل: ((د باغ لرونکو خواریو ډېره نیتجه ورکړې ده، سږ کال هم د انګورو حاصلات ډېر دي او هم یې کیفیت ښه دی.))
خو دی وايي چې باغ لرونکي او سوداګر د انګورو د صادرولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.
نوموړی زیاتوي، پاکستان تازه پر انګورو مالیه لوړه کړې چې دغه چاره هم باغ لرونکي او هم سوداګر زیانمن کوي.
د نظرګل په خبره، پاکستان تل د مېوو د محصولاتو پر مهال ستونزې جوړوي، کله لارې تړي او کله بیا مالیه لوړوي.
دی وايي، له همدې امله باغ لرونکي اړ شوي انګور بهر ته د صادرېدو پر ځای وچ او په ممیزو بدل کړي.
نوموړی وايي، دا د حکومت دنده ده چې دغه ستونزه حل کړي او خلک له زیانمن کېدو وژغوري.
د کندهار د لندې مېوې یو سوداګر حاجي عزیز هم وايي چې د لوړې مالیې له امله سوداګر اړ شوي چې پاکستان ته انګور صادر نه کړي.
ده پژواک ته وویل، پاکستان دغه ګام داسې مهال اخلي چې تازه په کندهار کې د انګورو د محصولاتو ټولولو پيل شوي دي.
دی زیاتوي، په دغسې حالت کې د انګورو صادرات باغ لرونکو او سوداګرو ته د ګټې پر ځای تاوان کوي.
نوموړي پر حکومت نیوکه کړه چې تر دې مهاله یې د دغې ستونزې د حل لپاره اقدام نه دی کړی.
ده دغه راز ګیله وکړه چې حکومت یوازې ژمنې کوي خو پوره کوې یې نه.
هغه د بېلګې په توګه د هوايي دهلېزونو موضوع یاده کړه چې دا ډېره موده په دې برخه کې له کندهاره الوتنې نه دي شوي، په داسې حال کې چې د هېواد په کچه د تازه مېوې د صادراتو ۷۵ سلنه برخه له کندهاره ده.
د کندهار د لندې مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا هم وايي، په داسې حال کې چې سږ کال د انګورو حاصلات ډېر دي خو د صادرولو په برخه کې یې خنډونه یوه لویه او جدي ستونزه ده چې حکومت یې باید د حل لپاره اقدام وکړي.
دی وايي، کروندګر او باغ لرونکي بشپړ کال انتظار باسي څو د انګورو د حاصلاتو وخت را ورسېږي او خپلو کورنیو ته نفقه برابره کړي خو دغسې ستونزې د هغوی ټوله خواري په اوبو لاهو کړي.
نوموړی زیاتوي، له تېرو څو ورځو راهیسې چې د انګورو صادرات پيل شوي، پاکستان ته هره ورځ تر ۲۰ لارۍ انګور صادرېدل خو د لوړې مالیې له امله دغه لړۍ درېدلې ده.
دی هم له حکومته غواړي چې په دې برخه کې له پاکستان سره خبرې وکړي او کروندګر له زیانمن کېدو وژغوري.
دغه ستونزه مو په کندهار کې د سوداګرۍ خونې له مشر حاجي نصرالله زهیر سره شریکه کړه.
زهیر پژواک ته وویل، پاکستان د انګورو پر یوه لارۍ مخکې ۸۶ زره کلدارې مالیه اخیسته، خو اوس یې ۳۲۰زره کلدارو ته لوړه کړې.
دی وايي، د دومره لوړې مالیې په ورکولو باغ لرونکي او سوداګر نه شي کولای د انګورو صادراتو ته دوام ورکړي؛ ځکه هېڅ ګټه نه ورته پاتې کېږي.
د ده په خبره، د همدې ستونزې له امله باغ لرونکي اړ شوي خپل انګور په کشمش خانو کې وساتي او ممیز ورڅخه جوړ کړي.
دی وايي، په دواړو حالتونو کې باغ لرونکي تاوان ویني خو هغوی مجبور دي دغسې وکړي.
د ده په وینا، دغه ستونزه یې له ولایتي ادارې او مرکز سره شریکه کړې او له هغو یې د حل غوښتنه کړې ده.
نوموړی د دې تر څنګ د دې ستونزې د حل په موخه د هوايي دهلېز د الوتنو د بیرته پیل کېدو غوښتنه کوي او وايي، که حکومت الوتنې پيل کړي نو دوی چمتو دي چې هره ورځ ورته ۵ باره انګور چمتو کړي.
دی هم وايي چې سږ کال د کندهار د انګورو حاصلات ډېر شوي چې له یوه اړخه یې باغ لرونکي خوشحاله کړي دي خو له بلې خوا هغوی غوښتنه لري چې د صادراتو په برخه کې یې خنډونه لیرې کړي او د ښه بازار په پيدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ سیدي وايي سږ کال د کندهار له ۲۰زره او ۵ سوه هکتاره باغونو څخه د ۲۷۳زره ټنه د انګورو حاصلات ترلاسه شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه ډېروالی ښيي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










