منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۲ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سږ کال به د ننګرهار په اچين او نازيانو کې لسګونه بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۶ زمری ۹۸): د ننګرهار والي وايي، سږ کال به د دغه ولايت په نازيانو او اچين ولسواليو کې د ۱۲۳۲ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې رغنيزې پروژې بشپړې شي.

هغه وايي، د يادو پروژو له ډلې د يو شمېر کارونه يې بشپړ شوي، ځينې يې تر کار لاندې دي او ځينې نورې پلان ته داخل شوې چې په نږدې وختونو کې به يې کارونه پيل شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغو رغنيزو چارو کې د ۲۳ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړېدل هم شامل دي.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل پرون د زمري په ۱۵مه دغو دواړو ولسواليو ته سفر کړی و، هلته يې د خلکو ستونزې له نږدې واورېدې او تر څنګ يې اعلان وکړ چې په دواړو ولسواليو کې به سږ کال د ۱۲۳۲ ميليونه افغانيو په ارزښت ګڼې پروژې تطبيق شي.

د ننګرهار والي وایي، په نازيانو ولسوالۍ کې روان کال د څه باندې ۵۳۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل او په پلان کې نیول شوې دي.

هغه زیاته کړه، اوسمهال په یاده ولسوالۍ کې د ۴۸ عشاريه اووه ميليونه افغانيو په لګښت پروژې بشپړې او يو شمېر نورې تر کار لاندې دي چې په کې د اوبو لګولو دوه سيستمونه، سل جريبه باغونه، د ناو کلي سربند او استنادي دېوال او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي.

مياخېل وويل چې سږ کال د یادې ولسوالۍ لپاره د ۲۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې نورې پروژې پلان شوې چې په کې د اقرا پروګرام له لارې دوولس ښوونځي، چک ډيمونه، مرکزي روغتون ودانۍ، دوه خولې نازيانو روغتون ودانۍ، د اوبو رسولو سولري شبکې، اته بابه مسجدونه، استنادي دېوالونه، سربندونه  او ګڼ شمېر نورې پروژې شاملې دي.

د ننګرهار والي وایي، په اچين ولسوالۍ کې  هم روان کال د ۶۹۷ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې بشپړې، پیل او په پلان کې نیول شوې دي.

شاه محمود مياخېل وويل چې سږ کال د یادې ولسوالۍ لپاره د څه باندې ۲۸۴ میلیونه افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې پلان شوې چې په کې د اقرا پروګرام له لارې ديارلس ښوونځي، واړه سربندونه، د اوبو سولري شبکې، نهه بابه مسجدونه، کلينيکونه، چک ډيمونه، د کرنې په برخه کې د CBARD  سل ميليوني پروژې او نور شاملې دي.

نوموړي دغه راز په اچين ولسوالۍ کې له جګړو وروسته بېرته مېشته شوو کورنيو لپاره اتيا ټُنه مرسته شوي خوراکي غنم هم اعلان کړل چې ډېر ژر به يادې ولسوالۍ ته ولېږل شي.

ځايي خلکو د ولايتي ادارې په ورتګ خوښي څرګنده کړه او يادونه يې وکړه چې اعلان شوې پروژې بايد پر خپل وخت تطبيق شي او شفافيت ته په کې پوره پاملرنه وشي.

د دوی له ډلې ملک سيد حکيم د اچين ولسوالۍ د امنيت ساتنې، د پوهنې، روغتيا، کرنې او يو شمېر نورو برخو کې د پروژو د تطبيق غوښتنې وکړې.

هغه زياته کړه چې په تېرو څو کلونو کې د داعش او نورو وسله والو ډلو له امله دې ولسواليو ته په بېلابېلو برخو کې سخت زيانونه اوښتي چې ولسونو د خپلو سرونو په قربانۍ سره له امنيتي ځواکونو سره په ګډې همکارۍ داعش وسله وال له دې سيمې و ايستل خو اوس بايد شته امنيت وساتل شي او د دې ولسواليو بيا رغونې ته جدي پاملرنه وشي.

دغه راز قومي مشر ملک مير حمزه د ولسي پاڅون کوونکو په لا تجهيزولو، د نازيانو په لنډۍ او ملاخېلو کې د دوو پلونو جوړولو، د اوبو شبکو، پنځوس بستريز روغتون، سربندونو، وران شوو کورونو بيارغونې او يو شمېر نورو برخو کې وړاندیزونه وکړل.

د يادولو ده، په دغه سفر کې د ننګرهار له والي سره په ختيځ کې د سېلاب قول اردو قوماندان، د ننګرهار امنيه قوماندان، ملي امنيت رييس او يو شمېر نور مسوولين هم ملګري وو چې د سيمې خلکو ته يې د امنيت ډاډ ورکړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه