پل علم- پلخمري (پژواک، ١٧ زمرى ٩٨): په لوګر او بغلان ولايتونو کې پوليسو ١٢٨ کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
د لوګر امنيه قوماندان رحم خدا مخلص د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار پوليسو د مرکز اړوند د خدر بازار په سيمه کې له نشه يې توکو ډک يو موټر نيولى دى.
هغه وايي چې له دغه موټره ١١٠ کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي او په تور یې يو کس نيول شوی هم دى.
قوماندان زياته کړه: ((نيول شوى کس د لوګر مشهور قاچاقبر جانباز دى.))
د هغه د معلوماتو له مخې، جانباز دغه چرس له ازرې ولسوالۍ راوړي وو او غوښتل يې چې د هېواد جنوبي ولايتونو ته يې انتقال کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په لوګر کې ٣٥٠ کيلوګرامه چرس نيول شوي وو.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، بغلان ولايت کې هم چرس نيول شوي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د بغلان د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار نقيب الله يوسفي پژواک ته وويل چې پوليسو د مرکز پلخمري په مربوطاتو کې له يوه فلاينکوچ موټره ١٨ کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.
هغه وايي: ((دغه نشه يې مواد يې د موټر په اشټپنۍ کې ځاى پر ځای کړي وو چې د پوليسو له لوري ونيول شول.))
د نوموړي په وينا، ياد کس غوښتل دغه چرس له بغلان ولايته کندوز ولايت ته انتقال کړي چې موخې ته له رسېدو وړاندې ونيول شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










