منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۲ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

راتلونکي يوه کال کې د پنځو لويو ښارونو ستراتېژيک پلان جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٨) : حکومت وايي چې راتلونکي يوه کال کې به د پنځو سترو ښارونو ستراتېژيک پلان د يوه بهرني شرکت  له خوا جوړ شي.

له ارګ څخه د زمري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني پرن ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د مزارشریف، هرات، کندهار، جلال اباد او خوست پنځو ښارونو د ستراتېژیک پلان برابرولو د کاري پرمختګ راپور چې د ساساکي کمپنۍ له لوري جوړېږي، واورېد.

سرچينې زياته کړې، په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې ترسره شو، په پیل کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار د دغه پلان په چټکتیا کې د پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو د شاملولو، په یاد پلان کې د سیمه ییزو پروژو د ځایولو، د ښاروالیو قانون او ځمکې پالیسۍ په ګډون د قوانینو د بیا کتنې، د دولت په کچه د رهبرۍ کمېټې د ایجاد، د دغه راز پلانونو د تطبیق په موخه په ښار جوړولو او ځمکو وزارت کې د ښاري انکشاف پلان ریاست د ایجاد او ظرفیت جوړولو په برخه کې معلومات ورکړل.

وروسته ساساکي ټیم د ذکر شویو پنځو ښارونو د ستراتېژیک پلان د برابرولو د کاري پرمختګ په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

ساساکي ټیم وویل، یاد پلان په راتلونکي یوه کال کې ترتیبېږي چې له ترتیب وروسته یې د تطبیق په خاطر له ۵ څخه تر ۸ پورې ښاري زېربنایي پروژې د ښارونو د پانګونې پروژې پر مټ چې نړیوال بانک یې تمویلوي، تطبیقېږي.

ولسمشر غني د یاد راپور له اورېدو وروسته د ښارونو د اتصال، کانونو، اوبو، انرژۍ، ترانسپورټ او په یادو ښارونو کې د بشري سرچینو د ارزښت ، له یوه بل سره د دغو ښارونو د ارتباط، له اقتصادي اړخه د مزارشریف، هرات، کندهار، جلال اباد او خوست ښارونو د خودکفایۍ او پلان جوړولو د تمرکز او ګاونډیو ښارونو سره د دغو ښارونو د رقابتي ګټو په اړه خبرې وکړې او د ذکر شویو ښارونو د ستراتېژیک پلان جوړولو په خاطر یې د ساساکي ټیم د هڅو او ښار جوړولو او ځکمو وزارت له همکارۍ مننه وکړه.

ساساکي د ښاري طراحۍ او پلان جوړولو یوه کمپنۍ ده چې مرکزي دفتر یې د امریکا متحده ایالتونو په بوستون ښار کې دی او د ښار جوړولو متخصص او مسلکي ټیم یې د نړۍ له څلوېښتو څخه په زیاتو هېوادونو کې بین المللي تجربه لري، دغه راز یادې کمپنۍ مخکې هم د کابل ښار د ډیزاین چوکاټ برابر کړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه