منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۷ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د ۶،۳ ميليونو افغانيو په لګښت دوه رغنيزې پروژې بشپړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۴ زمری ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت کامې او خوږياڼو ولسوالۍ کې يې د ۶ اعشاريه ۳ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې مدرسې ودانۍ او د يوې لېسې چارديوالي جوړه کړه.

د يادو رغنيزو پروژو د پرانيستې مراسم د زمري په ۲۴مه د دغو ولسواليو په مربوطاتو کې جوړ شوي وو.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې کامې ولسوالۍ ته يې د مولوي عباس ديني مدرسې د ودانۍ پرانيستې ته ورغلی و، وويل، د دغې ولسوالۍ په ککلو باجوړو سیمه کې د نږدې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت د مولوي عباس مدرسې ودانۍ تر جوړېدو وروسته نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

هغه زياته کړه، یاده مدرسه د پوهنې ادارې په ۵ میلیونه او اته سوه زره افغانیو مالي لګښت د ښار جوړونې ریاست په تخنیکي همکارۍ د لس بسوې په ځمکه کې د یو کال په موده کې جوړه شوې ده .

دی وايي، یاده مدرسه په دوو پوړونو کې جوړه شوې چې شپږ خونې، لس تشنابونه او څو نور ضروري ملحقات لري. همدا راز یې د سیمې له خلکو څخه مننه وکړه چې د مدرسې لپاره یې خپله شخصي ځمکه په واک کې ورکړه .

د یادې مدرسې د مهتمم او څو نورو کسانو له لوري د وړاندیزونو تر شریکولو وروسته ننګرهار والي اړونده ادارو ته دنده ورکړه، چې د مدرسې د احاطې په جوړولو، د پاکو اوبو لپاره د څاه په کېندلو، د کتابونو ورکړې او لمریزې برېښنا سهولت په برابرولو کې د امکاناتو په ترڅ کې اقدامات ترسره کړي .

بلخوا د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ کې د کليو  دپراختيا ادارې په يو ميليونه او درې سوه زره افغانيو مالي لګښت د خير مېنې لېسې د احاطې دېوال، د اوبو يوه څاه او درې تشنابونه تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د ننګرهار رسنيو له دفتره پژواک ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کليو او پراختيا ادارې له لوري د دې ولسوالۍ د خير مېنې لېسې د احاطې سل متره دېوال او په ياده لېسه کې د اوبو يوه څاه او درې تشنابونه جوړ شول.

خبرپاڼه کاږي، دغه پروژه د کليو پراختيا ادارې په يو ميليونه او درې سوه زره افغانيو مالي لګښت بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه