جلال اباد (پژواک، ۱۰ وږی ۹۸): په ننګرهار کې د ۳۸ میلیونه افغانیو په لګښت د يو نمونوي ښوونځي ودانۍ او لیلیې ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
دا دوه پوړيزه ښوونځی د نمونې په شکل جوړ شوی او مسوولين وايي، د ښوونځي درسي چاپېريال او مېتود به له نورو ښوونځيو جلا او په عصري بڼه وي.
دغه ښوونځی د وږي په ۱۰مه د ننګرهار د څو تنو چارواکو او ځايي خلکو له لوري پرانيستل شو.
د ننګرهار د والي مرستیالې حبیبې کاکړ په همدې تړاو جوړو شويو مراسمو کې وویل، د ښار جوړونې وزارت له خوا د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په بحراباد سیمه کې په څوارلس زره درې سوه متره مربع سیمه کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په مالي لګښت په دوو پوړونو کې د نمونوي ښوونځي ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
هغې زیاته کړه، یاده ودانۍ چې د شپاړس میاشتو په موده کې جوړه شوې، ۲۸ خونې، لس تشنابونه، د اوبو ژوره څاه او نور ضروري ملحقات په کې جوړ شوي دي.
د مېرمن کاکړ په وینا، د یاد ښوونځي لپاره په دوو پوړونو کې په دوه زره نهه سوه شل متره مربع سیمه کې د نمونوي لیلیې ودانۍ هم د یو کال په موده کې جوړه شوې چې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، شل خونې، شل تشنابونه، د پاکو اوبو څاګانې او نور ضروري ملحقات په کې شته دي .
د ولایت مرستیالې په خبره، په یاد ښوونځي کې به د جنګونو له امله د بېځایه شویو کورنیو زده کوونکي زده کړه وکړي .
د يوه بل خبر له مخې، د دغه ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د څه باندې اووه ميليونه افغانيو په لګښت د يو ښوونځي د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د هلکانو دا ښوونځی د چپرهار په تريلي سيمه کې د اقراء برنامې له لوري د درېيو مياشتو په موده کې جوړېږي.
د چپرهارولسوال محمد صديق دولتزي وويل، دغه ښوونځی به لس اداري او درسي خونې، پنځه تشنابونه، د پاکو اوبو څاه او نور اړين محلقات ولري.
هغه د جوړوونکي شرکت مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چې ښوونځی په معياري ډول د انجينري اصولو له مخې جوړ کړي، چې د شرکت مسوولينو له لوري ورته ډاډ ورکړل شو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










