کابل (پژواک، ۲۰ وږى ٩٨):د ولسمشرۍ نوماندانو په نومونو د فېسبوک لسګونه جعلي او ناتاييد شوې پاڼې جوړې شوې چې په ځينو په تېره بيا د "تورسن" په نوم جعلي پاڼو کې د نورو نوماندانو پر ضد منفي او د اخلاقي معيارونو ماتوونکي تبليغات کېږي.
د موندنو له مخې، له ١٧ نوماندانو څخه يوازې د يو تن (نور رحمان لېوال) په نوم جعلي فېسبوکپاڼه نه ده جوړه شوې او د پاتې نورو ١٦ تنو په نومونو ټولې ٥٣ جعلي او یا ناتاييد شوې فېسبوکپاڼې شته چې تر ټولو ډېرې (١٢) يې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په نوم دي.
پر ټاکنيزو چارو د څار بنسټونه او شنونکي وايي چې اړوند ارګانونه بايد د دا ډول جعلي پاڼو او ناسمو تبليغاتو مخه ونيسي؛ ځکه چې د خلکو پر ذهنيتونو او په ټولنه کې پر ټاکنو ناسم اغېز کولى شي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د تلې په شپږمه تر سره شي. د دغو ټاکنو لپاره ټاکنيزې سيالۍ د زمري مياشتې په شپږمه پيل شوې دي.
د ولسمشرۍ لپاره ١٨ تنو ځانونه نوماند کړي وو، خو له دې ډلې زلمى رسول د يو بل نوماند په ګټه له نوماندۍ تېر شو او محمد حنيف اتمر هم خپلې ټاکنيزې سيالۍ ځنډولې دي.
په ټاکنيزو سياليو کې نوماندان او پلويان يې له بېلابېلو لارو هڅې کوي چې په ټاکنو کې ډېرې رايې تر لاسه کړي، خو ځينې کسان د ځينو نوماندانو د کم ښودلو لپاره ناسمې تبليغاتي لارې کاروي، تر څو په ټاکنو کې يې د بريا مخه ونيسي.
په افغانستان کې هم د ټاکنيزوسياليو له پيل سره په ټولنيزو رسنيو په ځانګړي ډول فېسبوک کې ناسمې سيالۍ پيل شوي او هڅې کېږي چې د فېسبوک د جعلي پاڼو له لارې د نورو نوماندانو په اړه د خلکو ذهنيتونه خراب شي.
پژواک خبري اژانس په فېسبوک کې د کانديدانو اصلي او ځينې جعلي او ناتاييد شوې فېسبوک پاڼې موندلي او خلکو ته يې ورپېژني، ترڅو د دغو جعلي پاڼو له لارې غوولونکي تبليغات خلک د خپلې خوښې نوماند په غواروي کې له ستونزو سره مخ نه کړي.
په دې څېړنه کې موندل شوې د هر نوماند اصلي، جعلي او ناتاييد شوې فېسبوک پاڼې در پېژندل کېږي:
د نوماندانو نومونه او د هغو د ټولنيزو رسنيو پاڼو په اړه معلومات د ټاکنو کمېسيون له خوا د ولسمشرۍ نوماندانو د اعلان شوي وروستي نوملړ د ترتيب له مخې ليکلي شوي دي.
۱- رحمت الله نبيل:
د رحمت الله نبيل د ټاکنيزې ډلې "امنیت او عدالت" د دارلانشاء رييس طاهر سعادت پژواک خبري اژانس ته د دغې ټاکنيزې ډلې د فېسبوک اصلي پاڼه ورپه ګوته کړه.
د نبيل پر اصلي فېسبوک پاڼه د نبيل د انځور تر څنګ، د فيروزه يي رنګ لرونکى بيرغ چې "امنيت او عدالت" پرې ليکل شوي تر سترګو کېږي.
خو د هغه په نوم پر جوړو شويو جعلي فېسبوک پاڼو نور ډول انځورونه لګول شوي او بېلابېل نومونه ورکړل شوي دي.
په فېسبوک کې د نبيل په نوم د جعلي پاڼو پتې: https://bit.ly/2khazmI - https://bit.ly/2lTUaEY - https://bit.ly/2lBmv2C
په دغو درېيو پاڼو کې هم د نبيل ځينې ليکنې او څرګندونې خپرې شوې دي.
د يادې ټاکنيزې ډلې د دارلانشاء رييس طاهرسعادت د دغې ډلې د اصلي د ټولنيزو شبکو د پاڼو په اړه وايي: "موږ خپله داسې صفحې لرو چې وريفای (تصديق) شوې دي او خپله نبیل صاحب په دې اړه له خپلې صفحې دا ويلي چې همدا مو رسمي پاڼې دي."
هغه وايي چې دوى د رحمت لله نبيل په نوم د جعلي پاڼو په اړه تر اوسه چا ته شکايت نه دى کړى.
۲- سيد نورالله جليلي:
د پژواک له پرله پسې اړيکو او غوښتنو سره، سره د سيد نورالله جليلي د ټاکنيزې ډلې غړي حاضر نه شول چې د خپلو ټولنيزو پاڼو اصلي ادرسونه له پژواک سره شريک کړي، خو د هغه په نوم څلور فېسبوک پاڼې جوړې شوي او يوه يې هم د فېسبوک ادارې يا د يادې ټاکنيزې ډلې له خوا تاييد شوې نه ده.
د دغوڅلورو پاڼو پتې: https://bit.ly/2lD6JnV- غړي You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










