منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۴۵ غ.و
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

سږ کال په هېواد کې د جلغوزو او پستې له لس میلیونه ډېر نیالګي ايښودل شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ۲۱ وږی ۹۸): د کرنې وزارت په هېواد کې د پستې او جلغوزیو حاصلات نږدې ۵۰ زره ټنه بللي او وايي چې د حاصلاتو د ډېرېدو لپاره سږ کال په افغانستان کې د جغلوزې او پستې له ۱۰ میلیون ډېر نیالګي ايښودل شوي دي.

د کرنې وزارت مرستیال حشمت الله غفوري نن په کابل کې «د افغانستان د پستې او جلغوزیو د تولیداتو د ډېرېدو او نړیوالو بازارونو ته یې د حاصلاتو د صادرولو ملي ناستې» په نوم جوړ شوې غونډې ته وویل، تېر کال د افغانستان له جلغوزیو څخه ۲۳ زره ټنه حاصلات ټول شوي دي.

ده زیاته کړه، تېر کال له یادو ځنګلاتو څه باندې ۲۵ زره ټنه حاصلات ټول شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه وزارت د جلغوزې او پستې د حاصلاتو د ډېرېدو په موخه سږ کال په هېواد کې ۶.۶ میلیونه د جلغوزې او ۳.۵ میلیونه د پستې نیالګي ايښي دي.

سرچینې جلغوزي او پسته د افغانستان ستر محصولات وبلل او ویې ویل، دغه محصولات د هېواد له لسو شمالي ولایتونو او هرات څخه تر لاسه شوي دي. په یادو ولایتونو کې د پستې ۳۵۷۱ هکتاره ځنګل موجود دی.

د غفوري په خبره، د کرنې وزارت تصمیم لري چې په راتلونکي کې په هرات ولایت کې پر ۳۰ زره هکتاره ځمکه د پستو لوی بڼ جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، د یاد وزارت د پلان له مخې، ټاکل شوې په څو نورو ولایتونو کې هم د پستې ۱۰ زره هکتاره باغونه جوړ شي.

په ورته وخت کې د چارو ادارې تخنیکي مرستیال خان ولي بشرمل وویل، په دې ناسته کې د پستې او جلغوزیو د ځنګلونو په احیا، د تازه ځنګونو په رامنځته کولو، د یادو دوو محصولاتو پر معیاري راټولولو او بهرنیو بازارونو ته یې پر صادرولو خبرې کېږي او پایلې به یې ولسمشرۍ ریاست ته وړاندې شي.

نوموړي د حکومت او خلکو تر منځ پر نږدېوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اړتیا ده چې په شمال کې د پستې او په جنوب کې د جلغوزیو تولیدات لوړ شي.

د هېواد په نهو ولایتونو کې د جلغوزې ځنګلونه موجود دي او تر اوسه یې ۴۴ زره هکتاره ځمکه نیولې ده.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزي وویل، پسته، جلغوزه او زعفران د افغانستان مهم صادرات دي او اوس د نړۍ ۱۶ هېوادونه د جلغوزې د پېر تقاضا لري.

هغه زیاته کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت هڅه کوي د افغانستان د صادراتو ګراف لوړ کړي او د روان کال تر پایه به ټول صادرات شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي په یاده ناسته کې خصوصي سکتور ته د ولسمشر له پاملرنې مننه وکړه او ویې ویل، د له یاد سکتور سره د ولسمشر ژمنې په ځانګړې توګه د داخلي تولیداتو په برخه کې عملي شوې دي.

نوموړي د خصوصي سکتور په استازيتوب ډاډ ورکړ چې د داخلي تولیداتو د ډېرېدو، پروسس او صادرولو لپاره هڅې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه