منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۶ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نوماندانو په اړه پر بې سنده او فېسبوکي تورونو باور مه کوئ

· ۹ دقیقې لوستل · ۱۵۹ کتنې

 کابل (پژواک، ٢۹ وږى ٩٨): د چارو شنونکي د ولسمشرۍ ټاکنو پر نوماندانو د بې سنده تورونوچې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په فېسبوک کې ډېر شوي، ګنګوسې بولي چې باید باور پرې ونه شي.

دغه ډول تورونه او نوماندانو ته سپکاوی د ټاکنو قانون خلاف دي، په ځانګړې توګه په فېسبوک کې دومره ډېر شوي چې ځینو کسانو دغه شبکه «بې پوښتنې ښار» او «جاهل خونه» بللې ده.

د ځینو شنونکو په اند، دغه ډول تورونه، تور پورې کوونکو ته هېڅ ګټه نه رسوي او خپله د دوی شخصیت ته زیان رسوي، خو د ځینو نورو په باور، دغه ډول تورونه پر ټولنه منفي اغېز کوي، د خلکو فکرونه خرابوي چې باید مسوول ارګانونه یې تعقیب کړي.

ټاکل شوې ده راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې د روان کال د تلې په شپږمه ترسره شي. اوس د ولسمشرۍ ټاکنو د ۱۶ نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ روانې دي؛ ځکه یو نوماندان د بل په ګته تېر شوی او محمد حنیف اتمر یې خپلې ټاکنیزې سیالۍ درولې دي.

د نوماندانو تورونه:

 یو شمېر نوماندان او پلویان یې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال خلکو او رسنیو ته له اسنادو ورکولو پرته پر خپلو سیالانو تورونه لګوي. دغه تورونه ښايي رښتیا یا بې بنسټه  وي، خو ثبوت یې اسنادو ته اړتیا لري او اړوند مراجع باید په دې اړه تصمیم ونیسي.

د ولسمشرۍ ټاکنو یوه نوماند رحمت الله نبیل د حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله ته په یوه لیک کې ولسمشر غني او اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله  تورن کړي دي.

نبیل لیکلي: "لکه څرنګه مې چې د ځینو پخوانیو حکومتي چارواکو چې د ملي يووالي حکومت پر متحدینو او چارواکو بدل شوي وو، د ستر اداري فساد د لسګونو مواردو په اړه (د فساد ۱۷۰۰ سترې دوسیې) او د افغانستان د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له خوا د هېواد شمال ته د جګړې د لېږد په اړه په تفصیلي ډول تاسو ته وویل، بلخوا د حکومت له پیسو او ادرسه د کندوز ولایت د سقوط لپاره د دښمن د اوږدمهال پلان او د دغه ولایت د سقوط د څرنګوالي په اړه د راپور خپرول او د ملي امنیت شورا د دفتر ناورین رامنځته کوونکې سناریوګانو او او د ټولنیزو دريځونو رامنځته کېدو، قومي، ژبنیو، فکري او نسلي تعصباتو ته د لمن وهلو لپاره د داخلي او بهرنیو دښمنانو د پروګرامونو په اړه مو زما راپور نه وي هېر شوی. ښه مې په یاد دي چې څو ځلې مې په ډاګه کړه چې "تاسو ځان د مجاهدینو او ټولو خلکو وارثین ګڼئ، باید پوه وئ او په دې اړه دریځ ونیسئ." خو له موقف او ان کمې پاملرنې مو درېِ. تاسو او شریکانو مو د خپلې ابرو د ساتنې لپاره د افغانستان ابرو وپلورله.

 

 

دغه راز د محمد حنیف اتمر د ټاکنیز ټکټ پخواني مرستیاال محمد محقق چې اوس د ثبات او همپالنې له ټېم سره یو ځای شوی، په تېره چنګاښ میاشت کې له اریانا ټلوېزیون سره په مرکه کې ادعا کړې چې د ولایتونو او وزارتونو په کچه د کسانو وروستۍ ګومارنې او ګوښه کول ټاکنیز رشوت دی. هغه ادعا کوي چې ارګ ټاکنیز رشوت ورکوي.

 

 

 

 

 

 

 

اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کابل به ده سبز ولسوالۍ کې خپلې ټاکنیز غونډې ته وویل، اشرف غني د هېواد له سوداګرو څخه د خپلو ټاکنیزو سیالیو لپاره پیسې غوښتې دي او که پیسې ورنه کړي په بېلابېلو پلمو یې څارنوالۍ ته ور پېژني.

 

 

 

 

 

نوموړي په دې اړه خلکو او رسنیو ته اسناد نه دي وړاندې کړي او د کوم سوداګر نوم یې هم نه دی اخیستی چې غني ترې د پيسو غوښتنه کړې وي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر ولسمشر غني لګول شوي تورونه رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي دي.

 

 

 

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند اشرف غني هم له طلوع نیوز سره به مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست رول ته په اشاره ویلي، اجرائیه ریاست له «چلک اندازۍ» پرته هېڅ کار نه دی کړی. د عبدالله ټاکنیز ټېم د غني یادې خبرې ناسمې بللې دي.

 

 

 

 

 یاد تور لګوونکي د خپلو تورونو د ثبوت لپاره خلکو او رسنیو ته سندونه نه دي وړاندې کړي.

 د نوماندانو د پلویانو فېسبوکي تورونه

د پژواک خبري اژانس د یو راپور له مخې، فېسبوک چې په افغانستان کې ترې خلک د نورو ټولنیزو رسنیو په پرتله ډېره استفاده کوي، سره له دې چې د معلومات شریکولو او ترلاسه کولو لپاره ښه وسیله ده، خو د ځینو کاروونکو د ناسمې کاروونکې په ځانګړې توګه جعلي اکونټونو جوړولو له امله د بېلا بېلو ستونزو، لکه پر بې سنده تورونو د خلکو د فکر ګډوډولو، قومي او ډله ییزو تعصبونو ته د لمن وهلو، د خلکو د دوکه کولو او ځورولو لامل شوی دی.

 

 اوس چې په افغانستان کې ټاکنیزې سیالۍ روانې دي، ځیني فېسبوک کاروونکي د خپلې خوښې نوماند د ملاتړ لپاره د نورو نوماندانو پر ضد د اسنادو له وړاندې کولو پرته منفي تبلیغات کوي او د خپلې خوښې نوماند پر سیالانو تور پورې کوي.

 

 پویا نسیم په خپله فېسبوک پاڼه کې د کلام درناوي ته له پام پرته لیکلي: "تر تولو چټل خلک چې ټول یې قاتلان، باج اخیستونکي، اختطافګر، زورواکي او قانون ماتوونکي دي، په تابوت [دولت ساز] ټېم کې راټول شوي. اوس هم ناپوه خلک د دغه متعصب رواني ملاتړ کوي، تعصب، پیسو او قدرت لېونیان کړي یاست."

 دغه راز سید اسیر په خپله فسبوک پاڼه کې فرامرز تمنا ایران ته پر جاسوسۍ تورن کړی، خو د خپلې ادعا د ثبوت سند یې نه دی وړاندې کړی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه