جلال اباد (پژواک، ۱ تله ۹۸): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د خپلواکۍ د اتل غازي شاه امان الله خان مقبره د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت تر بيارغونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
چارواکي وايي، د بيارغونې دغه چاره د واحد عملياتي ادارې له لوري د بنايي تصدۍ شرکت په تخنيکي همکارۍ ترسره شوې ده.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې د تلې په لومړۍ نېټه يې د غازي امان الله خان مقبره تر بيارغونې وروسته پرانېسته، رسنيو ته وويل، دا ودانۍ په خپل پخواني ارزښت او کيفيت باندې د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت ورغول شوه.
نوموړی وايي، که څه هم ژمنه شوې وه چې د مقبرې بيارغونه به د خپلواکۍ تر ورځې بشپړېږي، خو دا چې ابداتي کارونه يو څه ستونزمن وي، نو ځکه يې چاره وځنډېده.
په ختيځ کې د واحد عملياتي ادارې مشر سيد عمران سادات وايي، د غازي امان الله خان د مقبرې جوړېدو چارې شپږ مياشتې وخت اخيستی او په هماغه پخوانۍ بڼه بېرته رغول شوې ده.
هغه زياته کړه، د مقبرې په چارو کې د کونړ لرګي، مس او د خښتو ميده شوې خاوره او ځينې نور توکي کارول شوي و، چې بېرته له همغو توکو ورغول شوه.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اورنګ صميم وويل، د تاريخي ځايونو بيارغونه د يوه هېواد او سيمې په کچه ډېر زيات مهم دی؛ نو په همدې وجه د ولسمشر په ځانګړې پاملرنه ياده مقبره بېرته ورغول شوه.
نوموړي په جلال اباد ښار کې د سراج العمارت ودانۍ بيارغونې چارې ته هم اشاره وکړه چې په خبره يې کارونه يې روان دي او په خپل ټاکلي وخت به ورغول شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، يادې ودانۍ کې به د ننګرهار موزيم جوړ شي چې همدا اوس ورته د سره رود له سبزاباد تاريخي غونډۍ څخه ۱۴۰ قلمه تاريخي اثار را ايستل شوي او لا هم هلته د فني انجنيرانو له خوا يې د پلټنې چاره روانه ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










