منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار په غني خېلو کې يو شمېر پروژې پرانېستل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ تله ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې د ۶۸۹ ميليونه او ۳۰۰زره افغانيو په لګښت بېلابېلې رغنيزې پروژې روانې دي.

دوی وايي، په يادو پروژو کې د ځينو کارونه پخوا پيل شوي و او ځينې يې نن پرانېستل شوې.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې د تلې په ۱۱مه يې د دغه ولايت د غني خېلو (شينوارو) ولسوالۍ ته سفر کړی و، هلته يې په يوه ولسي غونډه کې دا خبرې وکړې.

له نوموړي سره په دې سفر کې د ننګرهار يو شمېر دولتي ادارو رييسان او يو شمېر امنيتي چارواکي هم ملګري وو.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، غني خېلو ولسوالۍ کې د ۶۹۸ ميليونه او ۳۰۰زره افغانيو په لګښت بېلابېلې رغنيزې چارې روانې دي، چې ځينې يې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې او د يو شمېر نورو کارونه پيل شول.

د نوموړي په وينا، په دې پروژو کې د غني خېلو روغتيايي مرکز کې مراجعينو لپاره د انتظار ځاى، د ښوونځيو لپاره د چارديوالۍ او يو شمېر سړکونو رغول او دغه راز په کروندګرو د اصلاح شويو تخمونو او سرې وېش لړۍ شامل دي.

بلخوا ځايي خلک که څه هم د دغو پروژو په پيل خوښ دي خو لا هم له ولايتي اداري ګيله من دي چې په دغې ولسوالۍ کې رغنيزو چارو ته د اړتيا مطابق پاملرنه نه کوي.

د دوی له ډلې ملک چمن وايي، ولايتي اداره لکه د نورو ولسواليو په څېر د شينوارو لويې ولسوالۍ ته خاص پاملرنه نه کوي.

هغه وايي، دغې ولسوالۍ ته د يو شمېر نورو ولسواليو خلک هم کډوال شوي چې په لږو پروژو ټولو خلکو ته ښه خدمات نه برابرېږي او بايد ډېر کارونه ترسره شي.

خو ولايتي چارواکې وايي، اوس دغې ولسوالۍ کې تر پخوا امنيتي وضعيت ښه شوی او يادې ولسوالۍ ته به د رغنيزو پروژو په تطبيق کې ډېر سهم ورکړل شي.

د ننګرهار والي مياخېل ژمنه وکړه چې د خلکو دغو غوښتو ته په پام سره به راتلونکي کې يادې ولسوالۍ ته ډېر پام کېږي.

هغه پر خلکو دا غږ هم وکړ چې د دغو پروژو د ښه تطبيق لپاره دې په ولسي کچه د پروژو له کيفيته  څارنه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه