جلال اباد (پژواک، ۲۰ تله ۹۸): په ننګرهار کې خبريالان وايي، له څو محدودو ادارو پرته ډېری دولتي ادارې ورسره د راپور ليکلو پر مهال د مرکو په برخه کې همکاري نه کوي او د اطلاعاتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
دوی وايي، حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون يوازې د ولس غولونې لپاره جوړ کړی او هېڅ ګټه يې خلکو ته نه رسېږي.
د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴مې مادې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د دويم فصل او پنځمې مادې له مخې، د افغانستان ټول حقوقي او حکمي اشخاص اطلاعاتو ته د لاسرسي حق لري.
د دې مادې په دويمه فقره کې راغلي: ((ادارې مکلفې دي، په دې قانون کې له درج شوو حکمونو سره سم اطلاعات د غوښتونکي او عامه خلکو په واک کې ورکړي.))
خو د ننګرهار خبريالان شکايت کوي چې دلته دغه قانون ته هېڅ پاملرنه نه کېږي او چارواکي ورسره پر وخت او سم معلومات نه شريکوي.
په ننګرهار کې د امريکا غږ خبريال ذبيح الله غازي پژواک ته وويل، يوازې د والي وياند معلومات او اطلاعات شريکوي، پاتې نور يا خو بېخي معلومات نه ورکوي او که ورکوي يې هم داسې معلومات وي چې د راپور لپاره ترې ګټه نه اخیستل کېږي.
دی زياتوي: ((مثلاً کله چې موږ د پوليو د پېښو په اړه معلومات په کار وي، دغه اداره موږ ته وايي چې له رسنيو سره د خبرو کولو اجازه نه لرو. ډېری ولسوالان هم همدا خبره کوي.))
ننګرهار د انعکاس په نوم د يو سيمه ييز ټلوېزيون خبريال شکيل احمد سعيد هم ورته نظر لري او وايي، له ولايتي ادارې او امنيې قوماندانۍ پرته له نورو ډېرو ادارو د اطلاعاتو لاسرسی خو څه چې اړيکې هم موجودې نه دي.
دی وايي: ((اوسنی نه، تر ده وړاندې چې د ګمرک کوم رييس و، يوه مياشت مې ورته زنګونه وهلي او هم مې ورته مسيجونه کړي؛ خو د مرکې لپاره يې وخت نه دی راته برابر کړی.))
په ننګرهار کې د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد وايي، اطلاعاتو ته لاسرسی نه يوازې د خبريالانو حق دی، بلکې د هر افغان حق دی، خو دلته خبريالان هم لا دغه حق ته بشپړ لاسرسی نه لري.
نوموړی وايي: ((زه له تېرو نهو کلونو راهيسې په ننګرهار کې خبريال يم، په دې موده کې يوازې چې ما د خپل راپور لپاره په دولتي کچه اطلاعاتو ته لاسرسی پيدا کړی، د والي وياند نه مې معلومات اخیستي؛ نورو ډېرو ادارو دا حق نه دی ادا کړی.))
په ختيځه سيمه کې د ژورنالستانو او ليکوالو خپلواکې ټولنې مشر رحمت الله زيارمل پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار خبريالان اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
دی وايي: ((د والي او قوماندانۍ وياندويانو پرته نور زياتره رييسان او ادارې موږ ته معلومات نه راکوي، زه خپله د سپين جومات قضيه باندې راپور کوم، غواړم د عدليي او قضايي ارګانونو او والي نظر واخلم څلور ورځې کېږي لاسرسی نه لرم. د ښاروالۍ هېڅ قرارداد ته خبريال لاسرسی نه لري، د پوهنې رييس ته دا درې مياشتې کېږي د مرکې وايم، نن سبا کوي.))
نوموړی اطلاعاتو ته د لاسرسي پر کمېسيون هم نيوکه کوي چې فعاليتونه يې يوازې تر فېسبوک محدود دي او هېڅ کوم عملي ګام نه پورته کوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل، ولايتي ادارې هڅه کړې چې ټولې ادارې خلکو ته اطلاعات په لاس ورکړي؛ خو که بيا هم ځينې رييسان او ادارې د وظيفوي ستونزو له امله معلومات ورنکړي؛ نو ولايتي اداره د معلوماتو شريکولو برخه کې همکاري کوي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون کمېشنر حمدالله ارباب بيا له پژواک سره خبرو کې وويل، که څه هم اطلاعاتو ته لاسرسی د هر افغان حق دی خو خبریالان بايد د قانون له مخې چې اطلاعات په کې تعريف شوي، د هماغه طرزالعمل له مخې اطلاعات وغواړي.
دی مني چې دغه کمېسيون خلکو ته عامه پوهاوی نه دی کړی؛ خو وايي، د بوديجې ستونزه د دې سبب شوې چې يادې ادارې تر اوسه عامه پوهاوي پروګرامونه نه دي پيل کړي.
ارباب وايي، کمېسيون د شکايتونو فورمې جوړې کړې دې، کومې ادارې چې همکاري نه کوي، اړونده فورمه دې هغوى ته وليږي او که بيا يې هم همکاري ونه کړه، دوى يې څارنوالۍ ته معرفي کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










