منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې فابریکه لرونکي د لمریزې برېښنا پروژې د کارونو ځنډ اندېښمن کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳۰ تله ۹۸): په ننګرهار کې نږدې يونيم کال مخکې د صنعت د ودې او فابريکو د ستونزو د حل په موخه د سل مېګاواټه په ظرفيت د لمريزې برېښنا یوه پروژه پرانيستل شوه، خو کارونه یې ځنډېدلي او فابريکه لرونکي ورته په تمه دي.

ننګرهار چې پر يو صنعتي ولايت بدل شوی او شاوخوا څلور سوه لويې او وړې فابريکې په کې جوړې شوې؛ خو مسوولين يې وايي چې د برېښنا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د دوی په وينا، مسوولينو يې د ستونزې د حل په موخه دلته د لمريزې برېښنا د جوړېدو ډاډ ورکړی، پروژه يې پرانيستې خو تر اوسه يې د برېښنا هېڅ څرک نه ليدل کېږي.

د لمریزې برېښنا د دې پروژې د پارک چارې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ مېاشتې په ۹مه پيل شوې وې او چارواکو ډاډ ورکړی و چې د پارک له جوړېدو وروسته به ورته ډېر ژر د سولر سيستم برخه کې سوداګر پيدا کړي چې پانګه اچونه وکړي.

په ننګرهار کې د معدن او صنعت د خونې مشر حاجي تور ملنګ پژواک اژانس ته وويل چې يوازې د اوسپنې ويلې کولو او ګول سيخ جوړولو ۱۴ فابريکې موجودې دي چې له برېښنا پرته يې کار نه ترسره کېږي.

هغه زياته کړه، زياتره فابريکې د برېښنا په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او حتی ډېر کله يې پانګه والو ته ميليونونه افغانۍ زيان هم اړولی دی.

نوموړي وويل، د سولري برېښنا په برخه کې ورسره ژمنه شوې وه خو تر اوسه عملي شوې نه ده او زياتوي که د برېښنا ستونزه حل شي، نو دوی ته ډېرو سوداګرو ډاډ ورکړی چې دلته به مختلفې فابريکې ورغوي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګه اچونې خونې وياند شاکرالله ساپي هم له پژواک سره په خبرو کې د برېښنا ستونزه دلته د سوداګرۍ، صنعت او پانګې اچونې پر وړاندې لوی خنډ ياد کړ.

دی وايي، حکومت او ولايتي اداره بايد د لمريزې برېښنا په برخه کې خپله کړې ژمنه پوره او دغه سيستم رامنځته کړي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی نوراغا ملکزي پژواک ته وويل، د فابريکو موجوديت که له يو پلوه اقتصادي ګټې لري، خو له بل اړخه يې خلکو ته د برېښنا په برخه کې ستونزې جوړې کړې دي.

دی وايي، برېښنا تر ډېره فابريکو ته ورکول کېږي او خلک همداسې پاتې کېږي خو ټينګار کوي که د سولر برېښنا پروژه سرته ورسېږي او برېښنا يې فعاله شي نو دا ستونزې حلېدلی شي.

په همدې حال کې د ننګرهار د برېښنا رييس اکرام الله عابد بيا وايي چې په ننګرهار کې تقاضا ډېره ده خو د برېښنا ظرفيت کم دی.

د نوموړي په وينا، يوازې جلال اباد ښار ته له ۲۵۰ تر ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا اړتيا ده، خو اوس مهال ټوله ۸۰ مېګاواټه ده چې له امله يې هم پرچاوي رامنځته کېږي او هم خلک په ستونزو کې دي.

د هغه په وينا، همدې اړتيا ته په کتو د لمريزې برېښنا بنسټ ډبره کېښودل شوې چې ياده ستونزه حل کړي او دلته موجودو له څلور سوه ډيرو فابريکو ته برېښنا ورکړي.

عابد زياتوي ټوله سل مېګاواټه برېښنا به جوړېږي چې لومړي قدم کې څلوېښت مېګاواټه ده او وروسته بيا سل مېګاواټه کېږي.

د هغه په وينا، د دې برېښنا د سيستم فعالېدو لپاره د يو پارک جوړېدو ته اړتیا ده چې احاطه يې د برېښنا شرکت له لوري رغول کېږي چې ۹۰ سلنه کار يې سرته رسېدلی دی.

عابد دا هم وويل، د قطر هېواد غواړي دلته پانګونه وکړي او د برېښنا سيسټم فعال کړي، سروې يې هم کړې ده، دغه راز نورو ادارو هم سروې کړې ده.

د برېښنا رييس وايي، په لومړي سر کې د اوبو او برېښنا وزارت دغه ځای کې د ۲۴ ميليونه ډالرو په لګښت د ۴۰  ميګاواټه په ظرفيت برېښنا سيسټم فعالوي او بيا تر هغې وروسته اړتيا ته په کتو سوداګر او شرکتونه پانګه اچوونه کوي.

هغه زياته کړه، د څلوېښت مېګاواټه برېښنا سيستم د رامنځته کېدو لپاره بودجه منظور شوې او يوازې يې ننګرهار ته د انتقال او کارونو پيل پاتې دی چې نږدې وختونو کې به ترسره شي.

د يادونې  ده، له دې مخکې په کندهار ولايت کې د لس ميګاواټه لمريزې برېښنا پروژې فعاليت پيل کړى دى.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه