خوست ښار (پژواک، ۵ لړم ۹۸): د خوست اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې د تاریخي او حکومتي باغونو يوه اندازه ځمکې د ځایي خلکو او زورواکو له خواغصب شوې دي او د یادو باغونو تاسیسات هم نړېدلي، خو مسوولینو ورته پاملرنه نه ده کړې.
هغوی د کرنې او مالدارۍ له وزارت او نورو اړوند مسوولینو غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې د تاریخي باغونو تاسیسات ورغوي او ځمکو ته یې د غصب په اړه د شته ګواښونو مخنیوی وکړي.
هغه کسان چې دغو تاریخي باغونو ته د تفريح او ساعت تېرۍ لپاره ورځي وایي، په باغونو کې د لوبو او ساعت تېرۍ لپاره جوړ شوي ځایونه له منځه تللي او د پخوا په شان خوند یې نشته.
دوی د کرنې له وزارت او اړوند مسوولینو غوښتنه وکړه چې د دغه ولايت د تاریخي باغونو د بیارغونې او د غصب له ګواښ څخه د هغو ژغورلو لپاره لازمې هڅې وکړي.
د مختارالدين په نوم د دغه ولايت يوه اوسېدونکي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په اکثرو ځايونو کې خدای شته د دغو باغونو ځمکې غصب شوې دي، دا ښه خبره نه ده، دولت ته په کار ده چې دې برخې ته توجه وکړي.))
مېلمه کوټ، فارم باغ، بادام باغ، بلاووټ د خوست يو شمېر هغه تاریخي باغونه چې د پخوانیو پاچاهانو د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي وو او د شاوخوا سیمو خلک به ورته د تفريح او سیاحت لپاره ورتلل.
د خوست ولايتي شورا يوه غړي عبدالولي واحدزي پژواک ته وويل، په دغه ولایت کې د تاریخي باغونو ځمکې د زورواکو له خوا غصبېږي او تاسیسات یې د مسوولینو د نه پاملرنې له امله د له منځه تلو په حال کې دي.
دی وايي: ((رښتيا هم چې په خوست کې دولتي ځمکې د خلکو له خوا غصبېږي چې يو يې هم تاريخي باغونه دي چې بادام باغ دی، فارم باغ دی، مېلمه کوټ باغ دی، د عليشېرو باغ دی او څو نور باغونه چې هغه اوس د تالان په حالت کې دي.))
نصيرګل د دغه ولايت د مرکز د ډېري اوسېدونکی دی، هغه له خپلو ملګرو سره د ساعت تېرۍ لپاره بادام باغ چې د خوست مرکز په سوېل ختيځه څنډه کې موقعيت لري، ورغلی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د مخکې په پرتله په کې د سيل او ناستې ځايونه ډېر خراب شوي دي.
هغه وايي: ((مخکې خو ډېر جوړ و، دا ګلان وو په کې، پارکونه د ساعت تېري او ناستي ځای و په کې، د نورو باغو په پرتله ښه دی، خو دومره دی چې تازه ونه نه په کې لګېږي، دا کومې ونې چې په کې وينې دا د طالبانو په وخت کې په کې لګېدلې دي، په دې دوره کې کومې ونې نه دي په کې لګېدلې.))
په ورته مهال د خوست والي محمد حليم فدايي تاریخي باغونو ته د ځانګړې پاملرنې خبره کوي او وایي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې تاریخي باغونه غصب کړي او یا ورته زیان ورسوي.
ده زياته کړه: ((موږ به هېچا ته انشاالله د دې اجازه ورنه کړو چې هغوی دولتي ځمکې غصب کړي او ورباندې تجارت وکړي. دغو تاريخي باغونو لپاره چې مېلمه کوټ مو په سر کې نيولی انشاالله، د وزير صاحب نه مو احکام هم اخيستي چې هغه په اساسي ډول باندې ورغول شي.))
باغونه، ځنګلونه او نورې شنې سیمې د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي ترڅنګ خلکو ته د تفريح او ساعت تېرۍ زمینه برابروي او هم په اقتصادي لحاظ دولت ته سترې عایداتي سرچینې بلل کېږي.
خو تېرې ۴۰ کلنې جګړې په افغانستان کې زياتره باغونو او نورو سیاحتي سیمو ته درانه زیانونه واړول چې اوس یې ونې او تاسیسات د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










