منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۲ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په خوست کې د جوړيدونکي باچا خان پوهنتون کارونه د ځنډ ښکار دي

· ۸ دقیقې لوستل · ۲۰۲ کتنې

خوست ښار (پژواک، ٥ لړم  ۹۸): د خوست اوسېدونکي او مدني فعالان وايي چې په دغه ولايت کې د باچا خان نړيوال پوهنتون جوړولو خبره څو کاله مخکې شوې وه، خو تر اوسه يې هېڅ کار نه دى پيل شوى او له ځنډ سره مخ دي.

خو د دغه پوهنتون د کارونو لپاره جوړ شوى کمېسيون وايي چې تر ډېره بريده يې لومړني کارونه ترسره شوي او ډېر ژر به يې پاتې کارونه هم پيل شي.

د دغه پوهنتون جوړولو خبرې څلور کاله پخوا کېدې، خو ولسمشر اشرف غنې د ١٣٩٧ لمريز کال د لړم په درېيمه د یاد پوهنتون لپاره د ماليې د سرپرست وزير همايون قيومي په مشرۍ د يوه کمېسيون جوړولو حکم ورکړى و.

په حکم کې راغلي وو چې د کمېسيون غړي دې خوست ولايت ته سفر وکړي او په دوو کلونو کې د پوهنتون د چارو بشپړولو په اړه دې خپل راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړي.

خو اوس د خوست خلک وايي، شاوخوا درې کاله کېږي چې مرکزي حکومت په خوست کې د باچاخان نړيوال پوهنتون جوړولو خبره کوي، خو تر دې دمه په عمل کې هېڅ هم نه ترسترګو کېږي.

د دغه ولايت يوه اوسېدونکي محمداشرف پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر او پلويانو يې د باچا خان د پوهنتون له نومه يواځې د کمپاين لپاره ګټه واخيسته.

نوموړی وايي که دوی رښتيا د پوهنتون جوړولو پلان درلودای، نو د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې به يې که نور څه نه وای کړي، ځای خو به يې ورته مشخص کړی و.

د زبيراحمد په نوم د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې تر اوسه په عمل کې د ياد پوهنتون په اړه هېڅ هم نه دي شوي.

نوموړی زياتوي، ښه دا ده چې د باچا خان پوهنتون پر ځای د خوست شيخ زايد پوهنتون پر معياري کېدو باندې کار وشي.

دی وايي: ((د باچا خان پوهنتون لپاره چې دوی کوم پلان وړاندې کوي، هغه په لسو کلونو کې هم نه تطبيقېږي او نه په کې څوک زده کړې کولی شي؛ ځکه د هغه لپاره ډېره ځمکه او ِغټه بودجه په کار ده.))

د دغه ولايت يوه مدني فعال سپين روان نورزي بيا پژواک ته وويل، که رښتيا هم په دغه ولايت کې د باچا خان نړيوال پوهنتون جوړېږي، نو دا د ټول هېواد لپاره د تعليم د پرمختګ په برخه کې يو لوی زيری دی.

خو نوموړی اندېښنه څرګندوي او وايي داسې نه چې باچا خان پوهنتون هم د نورو هغو پرمختيايي پروژو په قطار کې شامل شي چې هر ځل د ټاکنو پر مهال يې د ترسره کېدو ژمنه شوې، خو وروسته بيا هېرې شوې دي.

په ټولنيزو رسنيو کې داسې راپورونه نشرېږي چې د باچا خان پوهنتون لپاره د خوست مرکز اړوند د صحرا باغ په شمالي برخه کې دولتي ځمکه ځانګړې شوې چې د سيمې خلک يې خپل مالچر بولي.

خو د ځينو کسانو په وينا چې دغه ځمکه د صبريو، باک، عليشېر او ځاځي ميدان ولسواليو د ښوونکو ښارګوټي ته بېله شوې او د سيمې خلک د دې لپاره چې د دې پروژې د پلې کېدو مخه ونيسي، باچا خان پوهنتون ته په ورکړې سره يې خپل رضايت ښودلی دی.

د خوست ولايت يوه مدني فعال او د نظر خاوند فريدالله قربان د دې موضوع په تړاو پژواک ته وويل: ((له بده بخته لا هم په ټوله کې د باچا خان پوهنتون  جوړول يوه هوايي خبره ده او له خلکو سره ډېر جدي اندېښنه ده.))

د هغه په وينا، کومه ځمکه چې دلته په خوست کې د باچا خان پوهنتون لپاره تشخيص شوې ده، د هغې په اړه شکونه موجود دي، خلک وايي چې هماغه ځمکه د ښوونکو د ښارګوټي ده، نو څنګه کېدلی شي چې هغه ځای د معلمينو ښارګوټۍ وي او د باچا خان پوهنتون لپاره هم انتخابېږي.))

د خوست د ولايتي شورا يوه غړي عبدالولي واحدزي پژواک اژانس ته وويل، دغو کسانو صرف د دې لپاره چې د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال په دغه ولايت کې محمداشرف غني ډېرې رايې واخلي، د باچا خان پوهنتون مسئله يې ګرمه ساتلې وه.

هغه وايي ((نږدې درې کاله مخکې چې زه د ولايتي شورا رييس وم، ما دا فکر کاوه د باچا خان پوهنتون طرحه واقعي ده او ښايي عملي هم شي، خو وروسته بيا دا معلومات وشول چې دا صرف د ځينو کسانو د ځانونو مطرح کولو لپاره يو پروګرام دی او په عمل کې څه نشته.))

د خوست ولايت اوسېدونکى ليکوال او ژورنالېست زاهد شاه انګار وايي، په پام کې ده چې پاچاخان پوهنتون د موجوده صحراباغ او د متون سدیخېلو صحرا کې جوړ شي چې د دغه پوهنتون د جوړېدو د ځمکې په اړه د متون د سدیخیلو قوم خپل رضايت هم ښودلی، د ولايتي ادارې او له مرکزه د راغلو پلاوو له خوا څو ځلې سروې شوې هم ده.

انګار وايي، له مرکز کابل څخه د وروستي ځل لپاره راغلي پلاوي د کار پايلو چې د خوست ولایت د اړونده ادارو د معلوماتو پر اساس چمتو شوې، ښودلې ده چې په ياده صحرا کې هېڅ کومه پروژه تر پلان لاندې نه ده او په عامه اصطلاح سپينه ځمکه ده.

هغه زياته کړې، وروسته پر ياده سپینه ځمکه د څلورو ولسوالیو (تریزي، صبري، باک او ځاځي ميدان) د ښوونکو لپاره د ښارګوټي جوړولو مسئله د خوست د اړوندو ریاستونو له خوا رامنځته شوه.

انګار ويلي، د متون سدیخېلو په صحرا کې د څلورو ولسوالیو ښوونکو لپاره د ښارګوټي مسئله په داسې حال کې رامنځته شوه چې څو کاله مخکې د دغو ښوونکو د ښارګوټي جوړولو لپاره له خوني خوړ سره څېرمه ځمکه په نښه، سکېچ او د انتقال پروسه يې هم په جريان کې وه.

د نوموړي په وينا،  کله چې د خوست اړوند ادارو غوښتل د یادو ښوونکو لپاره ښارګوټی د خوني خوړ څخه د متون سدیخېلو صحرا ته را ولېږدوي، د متون سدیخېلو قوم له غبرګون سره مخ شول او د یاد قوم اوسېدونکو په سوله ییزو مدني حرکتونو لاس پورې کړ او په خپل مالچر کې یې د ښوونکو د ښارګوټي مخه ونیوه.

د خوست ولايت مقام په فېسبوک پاڼه کې راغلي چې د ٢٠١٨ کال په نومبر مياشت کې د هغه مهال د خوست والي پوهندوی حکم خان حبيبي د باچا خان پوهنتون لپاره د ځمکې له ساحې ليدنه وکړه.

د خوست اوسني والي محمد حليم فدايي هم د ١٣٩٧ کال د کب په ١٦مه، د څړبني په سيمه کې د باچا خان پوهنتون لپاره د ځمکې د تثبيت په موخه له دريمې ساحې څخه ليدنه کړې ده.

د ولايت مقام پر فېسبوک پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې ليدنې پر مهال د ښار جوړونې رييس انجنير ابراهيم الله وليزوی له خوا د ولایت والي ته د يادې ساحې په اړه معلومات ورکړل شول.

سرچينې زياته کړې، ولايتي ادارې  مشرتابه به د باچا خان پوهنتون لپاره د ځمکې ټاکلو لپاره له بېلابېلو ساحو لیدنې ولري او ټولو اړخونو ته په کتو به له مطالعې وروسته د ځمکې تثبيت ترسره شي.

خو اوس د خوست والي محمدحليم فدايي وايي: ((ما چې کله له ولسمشر سره په وروستي ځل کتنه درلوده، يو په لومړيتوبونو کې همدا د باچا خان د پوهنتون د ځمکې د سرعت موضوع وه، دا به خامخا عملي کېږي، خو يو پوهنتون چې په نړيوال معيار جوړوې، نو طبيعي ده چې هغه وخت نيسي.))

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د دې لپاره د ښار جوړولو وزارت او اړوندو نورو ادارو له خوا پلان او طرحه جوړ شوي او د ځمکې د سروې لپاره يې ټېم راغلى و او کار پرې روان دى.

فدايي نه مني چې ګواکې د باچا خان پوهنتون مسئله دې کمپايني کار و او وايي، د باچا خان پوهنتون په مفکوره او طرحه باندې کار شوی او مرکز کې ورته يو کمېسيون ټاکل شوی.

څو مياشتې مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې تخنيکي مرستيال او د ياد کمېسيون غړي خان ولي بشرمل په مشرۍ پلاوى خوست ته راغلي و او د باچا خان پوهنتون د جوړېدو لپاره يې درې ځايونه وکتل چې د تخنيکي ټيم تر څېړنو وروسته به مناسب ځاى په ګوته کړي.

د ياد کمېسيون غړی خان ولي بشرمل وايي چې د ولسمشر له خوا د باچا خان پوهنتون کارونو لپاره ټاکل شوي کمېسيون د مختلفو کاري ناستو په جريان کې په علمي، حقوقي، اداري او نورو برخو باندې مفصل بحثونه کړي او پلانونه يې اماده کړي چې ډېر ژر به یې په عملي بڼه کارونه پيل شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ياد نړیوال پوهنتون به خوست کې په ۳۰۰۰ جريبه ځمکه کې تأسيس شي او په يو وخت کې به د ١٠زره محصیلینو د زده کړو ظرفيت ولري.

د نوموړي په وينا، د دغه پوهنتون د محصلینو او استادانو د جذب شرایط به په نړیوالو شرايطو برابر وي، محصیلین او استادان به پر افغاني هويت محدود نه وي،  له نورو هېوادونو به هم زده کړیالان په دغه پوهنتون کې روزل کېږي.

بشرمل وايي، باچاخان نړیوال پوهنتون به ۳۵ پوهنځي او ۱۲۵ تحصيلي څانګې ولري، دا اداره به تر ډېره مالي او علمي استقلالیت ولري، څو پر خپل وخت مديريتي، مالي، تدارکاتي او علمي چارو ته رسېدنه وشي کړای.

د هغه په وينا، د دغه پوهنتون لومړنى اکاډميک پلان چې ۸۶ پاڼې دی، بشپړه شوى، د پوهنتون لپاره د ځمکې نقشه، سروې ګانې او  نورې اړوندې چارې به نږدې راتلونکې پای ته ورسېږي.

نوموړي زياته کړه چې د دغه پوهنتون د پرانيستغونډې د ترتيباتو لپاره به ډېر ژر له مرکزه يو تخنیکي کاري ډله خوست ته سفر وکړي.

نوموړي پر دغه پوهنتون د کېدونکي لګښت په اړه معلومات ورنه کړل خو ويل کېږي چې ٣٠٠ ميليونه ډالر لګښت پرې راځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول Uncategorized