کابل (پژواک): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو او جاپان له هوا څخه هوا ته د ويشتل کېدونکو پرمختللو توغندیو پر ګډ تولید هوکړه کړې او د دې لپاره په جاپان کې د مونتاژ او ارزونې مرکز جوړوي.
اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه هوکړه د جاپان د دفاع وزیر شینجیرو کویزومي او د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ ترمنځ د فلیپین په سبو ښار کې د اسیايي هېوادونو د ټولنې (اسهان) د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو غونډې په څنډه کې شوې ده.
د راپور له مخې، دغه مرکز به د «AIM-120 AMRAAM» منځني واټن له هوا څخه هوا ته د ويشتل کېدونکو توغندیو د وروستي مونتاژ او ارزونې لپاره جوړ شي. دغه توغندي د نورو جنګي الوتکو ترڅنګ په «اېف-۳۵» جنګي الوتکو کې هم د استفادې وړ دي.
کویزومي ویلي، دا هوکړه به د دواړو هېوادونو د اړتیا وړ پوځي تجهیزاتو په برابرولو کې مرسته وکړي او ورته مهال به د جاپان د دفاعي صنعت وړتیا پیاوړې کړي.
د جاپان د دفاع وزیر زیاته کړې چې دواړو هېوادونو د «SM-3 Block IIA» بالسټیک توغندیو ضد توغندیو د تولید د زیاتولو لپاره د اړینو تخنیکي معلوماتو شریکولو هوکړه هم کړې ده.
دغه هوکړې د «Operation Supercharge» په نوم د یوه پلان په چوکاټ کې شوې ده، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي همکاریو پیاوړتیا او د پوځي مهماتو د تولید د وړتیا لوړول دي.
راپور زیاتوي چې دغه همکارۍ په داسې حال کې پراخېږي چې په سیمه کې د چین د پوځي فعالیتونو او د بېجینګ او توکیو ترمنځ د سمندري کړکېچونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
خو جاپاني چارواکو لا تر اوسه د توغندیو د تولیدي مرکز دقیق ځای او د فعالیت د پیل نېټه نه ده اعلان کړې.









