کابل (پژواک) – د امریکا د اورېګن ایالت سیمهییز چارواکي وايي چې د دغه ایالت هوايي ډګر ته څېرمه د دوو چورلکو د ټکر او لوېدو له امله درې کسان مړه شوي او د پېښې ځای ته نږدې یوه لویه لار هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سياېناېن د راپور له مخې، دغه پېښه پرون (پنجشنبه) له غرمې وروسته شاوخوا ۲:۱۵ بجې د مکمینوېل ښاروالۍ هوايي ډګر ته څېرمه شوې ده.
د یامهیل ولسوالۍ یوه سیمهییز چارواکي سام الیوت په یوه خبري غونډه کې ویلي، په دې پېښه کې د ټکساس ایالت د الوتنې ۲۲ کلن روزونکی مډي ااسبو، د اورېګن ایالت ۳۸ کلن پیلوټ ټایلر سټورډوېنټ او د برېتانیا یو زدهکوونکی پیلوټ مړه شوي دي.
د هغه په وینا، اسبو له زدهکوونکي پیلوټ سره په یوه چورلکه کې سپور و او سټورډوېنټ په بله چورلکه کې یوازې و.
چارواکو ویلي، دواړه چورلکې د مکمینوېل ښاروالۍ هوايي ډګر ته نږدې په یوه شخصي کرنیزه ځمکه کې لوېدلې دي.
مکمینوېل د پورټلنډ ښار سوېللوېدیځ ته په شاوخوا ۴۰ میله (۶۴ کیلومتره) واټن کې پرته سيمه ده.
د اورېګن ایالت د ترانسپورټ ادارې د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی چې د دې پېښې له امله د پېښې ځای ته نږدې د ۲۳۳ شمېرې لویې لارې یوه میلي برخه تړل شوې ده؛ خو د بېرته پرانیستلو وخت یې نه دی مشخص کړی.









