جلال اباد (پژواک، ٦ لړم ۹۸): د ننګرهار د کليو پراختيا رياست چارواکي وايي، د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې کلي جومات چې په يو ځانمرګي بريد کې ړنګ شوی، په يوه نيمه مياشت کې به بېرته په اساسي ډول ورغول شي.
دوی وايي، دغه جومات د ولسمشر په امر او د کليو پراختيا وزارت له خوا په ځانګړې شوې بودجه جوړېږي.
د تېرې تلې مياشتې په ۲۶مه نېټه د هسکې مېنې ولسوالۍ په جودرې سيمه کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې چاودنه وشوه چې له امله يې نږدې ۷۰ کسان ووژل شول او تر ۳۰ ډېر ټپيان شول.
په دې پېښه کې ياد جومات چې ډېر پخوانی او له خټو جوړ و، په بشپړه توګه ويجاړ شو چې ولسمشر يادې ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د پېښې له قربانيانو سره پر مرستې سربېره د دغه جومات د بيارغونې ژمنه هم وکړه.
د ننګرهار د کليو پراختيا رييس انجنير مجيب الرحمن ضياء د لړم په ۶مه پژواک اژانس ته وويل، د ولسمشر له امر وروسته د کليو پراختیا وزير دوی ته دنده ورکړه چې د ياد جومات د سروې او جوړېدو لپاره پلان جوړ کړي.
دی وايي، اوس مهال د جومات سروې شوې، ډيزاين يې تر کار لاندې دی او ډېر ژر به يې عملي کارونه هم پيل شي.
هغه ډاډ ورکړ چې جومات به په راتلونکي يوه نيمه مياشت کې له سره ورغول شي او بېرته به د خلکو د ګټې اخیستې لپاره چمتو شي.
د کليو پراختيا رييس په ورته وخت کې وويل، د ننګرهار د شينوارو شپږو ولسواليو او کوټ ولسوالۍ لپاره د ولسمشر په امر ۶۶ نور جوماتونو جوړېدل هم منظور شوي چې له ډلې يې ۲۴ په کوټ او پاتې نور د شينوارو په شپږو ولسواليو کې رغول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










