منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د اوبو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ لړم ۹۸): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د ۶ ميليونه او ۵۵۲ زره افغانيو په لګښت د اوبو دوه کانالونه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

چارواکي وايي، دغه کانالونه د کډوالو د يوې برنامې له لارې د کډوالۍ نړيوال سازمان يا IOM په مالي لګښت جوړ شول.

د ننګرهار د کډوالو چارو رييس نجيب الله قيومي د لړم په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د کډوالو چارو رياست په هڅو د IOM ادارې له لوري د بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيو لپاره د څه باندې ۸۴زره امريکايي ډالرو په لګښت چې شاوخوا شپږ ميليونه او ۵۵۲زره افغانۍ کېږي، د ۵۵۰ متره په اوږدوالي د نهرشاهي او ګل اباد اوبو دوه کانالونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

هغه زياته کړه، له دغو کانالونو څخه به څلور زره او اووه سوه کورنۍ ګټه واخلي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د داخلي بېځایه شوو او راستنو شويو کورنيو لپاره به ۳۵ نورې پروژې هم په دغه ولايت کې پلې شي.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار د کرنې رياست او ميل کمپنۍ ترمنځ په دغه ولايت کې د وریجو د تولید او پروسس تړون لاسلیک شو.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس سميع الله نصرت پژواک ته وويل، د دغه رياست اړوند، د دویم ملي لومړیتوب د ملاتړ پروګرام (SNaPP2) له لوري د شولو د تولیدوونکو او پروسس کوونکې کمپنۍ (میل) ترمنځ د شولو د پروسس په موخه تفاهملیک لاسلیک شو.

دی وايي، د یاد تفاهملیک موخه له پروسس کوونکو کمپنیو (میلونو) سره د تولیدوونکو نښلول دي څو له یوې خوا د تولیدوونکو محصولاتو ته بازارموندنه وشي او له بلې خوا پروسس کوونکو ته خام توکي برابر شي.

د يادولو ده، د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ د وریجو په حاصلاتو کې پراخ نوم لري او دغه ولسوالۍ ښه حاصل هم لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه