منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کامې ولسوالۍ کې د ۳۳نيم میليونه افغانيو په لګښت رغنيزې پروژې پرانيستل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۱ لړم ۹۸): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د ۳۳ نيم ميليونه افغانيو په لګښت د يوه ښوونځي د ودانۍ او دوو روغتيايي مرکزونو کې د انتظار خونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې

دا ودانۍ د لړم په ۱۱مه د دغه ولايت د والي او څو نورو چارواکو له لوري د پټۍ په پرېکولو پرانيستل شوې.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د کامې ولسوالۍ د محمد علين لونګين ابتدايه ښوونځي ودانۍ د ښار جوړونې وزارت له خوا د ۱۹ نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د کابو یو کال په موده کې په درې پوړونو کې په درې زره پنځه سوه متره مربع ځمکه کې جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاده ودانۍ اتلس درسي او اداري خونې او نور ضروي محلقات لري چې د ښوونځي مسوولینو او د کامې خلکو ته یې د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ د یادې ودانۍ د ساتنې لارښوونه هم وکړه.

د پوهنې رئیس حسيب الله شينواري وويل، د کامې محمد علي لونګين ابتدايه ښوونځي کې تر دې وړاندې شپږ سوه زده کوونکو تر خېمو لاندې زده کړې کولې چې د ودانۍ په جوړېدو سره یې په یاده برخه کې ستونزې حل شوې.

 دغه راز د کامې ولسوالۍ په دوو روغتیایي مرکزونو کې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت دوه انتظار خونې هم نن تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د والي شاه محمود مياخېل وویل، د پایوزانو لپاره یادې انتظار خونې د کامې په مختم بابا او سنګر سرای روغتونونو کې د ولسمشرۍ د عملیاتي واحد له لوري د بنایي تصدۍ په تخنیکي همکارۍ د ۱۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د څلورو میاشتو په موده کې جوړې شوي دي .

هغه زیاته کړه، یادې انتظارخونې هر یوه په ۳۵۰ متره مربع مساحت ځمکه کې جوړې شوي، چې هره یوه یې په یو وخت کې د ۲۵۰ تنه نارینه او دوه سوه پنځوس ښځینه پایوزانو د ځایېدو ظرفیت لري.

میاخېل وویل، د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو په ۸ روغتیایي مرکزونو کې یې انتظار خونې جوړي کړي، چې اوس مهال پایوزان په کې په اسانۍ سره د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره انتظار تېروي.

د سيمې اوسېدونکو د ياد ښوونځي او انتظار خونو جوړېدل د سيمې د خلکو لپاره ګټور ياد کړل او ټينګار يې وکړ چې دغې ولسوالۍ نورو سيمو کې دې هم ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.

د سیمې د خلکو په استازيتوب سلیم ابراهیمي د استادانو د کمبود، ښوونځي د احاطې جوړولو او د ملازمینو په ګومارنه کې د مرستې غوښتنه وکړه چې د مسوولینو له لوري د امکاناتو په صورت کې د همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه