منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د نږدې ۳۰ ميليارده افغانيو په لګښت پروژې تر کار لاندې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۱ لړم ۹۸):  د ننګرهار والي وايي، په دغه ولايت کې د امنيتي ساحو له پراخېدو سره د بيارغونې لړۍ هم چټکه شوې چې همدا اوس د نږدې ۳۰ ميليارده افغانيو په لګښت ګڼې پروژې تر کار لاندې دي.

شاه محمود مياخېل دا څرګندونې د لړم په ۲۱مه په دغه ولايت کې د چارواکو له لوري خلکو ته د خپلو کارونو د حساب ورکونې په يوه غونډه کې وکړې.

ياده غونډه په ننګرهار کې د ولسي ملاتړ دفتر له لوري جوړه شوې وه چې د يو شمېر دولتي ادارو رييسانو په کې د خپلو يو کلنو فعاليتونو په تړاو خلکو ته معلومات ورکړل او د راتلونکي کال لپاره يې ورسره خپل پلانونه شريک کړل.

ننګرهار کې د ولسي تړون پروګرام مشر سيدالرحمن مومند وويل، له دغه پروګرام موخه د ولس او چارواکو ترمنځ د اړيکو پراختيا او د هغوی له کارونو څخه د ولس خبرول دي.

د ننګرهار والي هم په ياده غونډه کې خلکو ته وينا وکړه او ټينګار يې وکړ چې په خپل شاوخوا لس مياشتنۍ کاري دوره کې يې ډېره توجه د ولسواليو امنيتي وضعيت ښه والي ته کړې ده.

هغه زياته کړه، په شلو ولسواليو کې د امنيت له راتلو سره د رغنيزو چارو لړۍ هم چټکه شوې او اوس مهال په ټول ولايت کې د نږدې ۳۰ ميليارده افغانيو په لګښت پروژې تر کار لاندې دي.

والي زياته کړه: ((دا د کانال له پروژې نه په ننګرهار کې دا لويه ابادي او د رغونې کارونه دي چې روان دي، په دې کې د ۲۰۸ بابه مکتوبونو ودانۍ دي، د زر بستريز روغتون کارونه دي، د ولسواليو کلينيکونو کې انتظار خونې او نورې ډيرې مهمې پروژې په کې شامل دي.))

د مياخېل په وينا، ځينې پروژې سږ کال پيل شوې او ځينې نورې لويې پروژې چې پخوا کلونو کې پيل شوي وو، خو کارونه يې نيمګړي پاتې وو، اوس يې کارونه بيا پيل شوې دي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس سميع الله نصرت وويل، سږ کال دې ادارې ۳۷ پروژې پلې کړې چې د کرنې، مالدارۍ، باغدارۍ او نورو برخو اړوند دي او راتلونکي کال کې هم ۳۳۳ ميليونو افغانيو په لګښت ګڼې پروژې پلان شوې دي.

د دغه ولايت د ټولګټو چارو رييس انجنير حامد ضياء بيا د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د دې ولايت ډيرې پروژې نيمګړې پاتې دي، وويل، تازه يې هلې ځلې ګړندۍ کړې چې يادې ټولې پروژې تکميل شي.

ده زياته کړه: ((د تورخم جلال اباد دويم لين سړک چې د پاکستان له لوري جوړېږي او له تېرو څو کلونو راهيسې يې کارونه نيمګړي دي، اوس موږ له پاکستاني چارواکو سره خبرې شروع کړي که هغوی يې نه جوړوي؛ نو وزارت ورته خپله بودجه پيدا کوي او خپله يې رغوي.))

د کانال رييس پروېز علي هم وويل چې سږ کال دغه اداره توانېدلې چې د امنيت په پراختيا سره يو شمېر پروژې پلې او عوايد له سل فيصدۍ هم لوړ کړي او راتلونکي کال ته هڅه کېږي چې دغه اداره انکشافي بودجه په حکومت منظور کړي.

غونډې ته راغلو يو شمېر قومي مشرانو د دا ډول غونډو جوړېدل ګټور وبلل او ټينګار يې وکړ چې دا ډول غونډې بايد دوامداره او د ټولو ادارو رييسان په کې برخه واخلي.

د کوټ ولسوالۍ قومي مشر ملک حمد الله وويل، د دې ولسوالۍ خلک چې پخوا داعش وسله والو سخت ځپلي و اوس ورته د ولايتي ادارې پاملرنه زياته شوې او ګڼې رغنيزې پروژې په کې پيل شوې دي.

د کامې ولسوالۍ قومي مشر رحمان الله دل اغا بيا د دې ډول غونډو جوړېدل د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن کمېدو لپاره ګټور ياد کړل او غوښتنه يې وکړه چې راتلونکي کې هم دا ډول غونډې دوام پيدا کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه