منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په یو کال کې څه باندې څلورنیم ميلیون جریبه دولتي ځمکه ثبت شوې ده

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

 

کابل (پژواک، ۲۵ لړم ۹۸): د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو بانک برنامې له لارې په وروستي یو کال کې په ۲۸ ولایتونو کې څلور ميلیونه او اووه سوه زره جریبه دولتي ځمکه سروې او په سیستم کې ثبت کړې ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له دې شمېرو څخه ۳۷۰زره جریبه په ننګرهار، ۲۳۸زره جریبه په نیمروز، ۲۳۵زره جریبه په کابل، ۲۳۰زره جریبه په بلخ، ۲۱۷زره جریبه په پکتیا، ۲۰۰زره جریبه په کندوز، ۱۹۸زره جریبه په کندهار، ۱۹۴زره جریبه په هرات او پاتې نوره ځمکه په شلو نورو ولایتونو کې سروې او ثبت شوې ده.

سرچینه زیاتوي: «د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په دې توګه د دولتي ځمکو له بانک څخه د ګټنې په لړ کې تر اوسه د ځمکو اړمنو دولتي ادارو ته په ۲۰ ولایتونو کې ۱۸۹۵۳ جریبه ځمکه انتقال کړې ده.

همدارنګه په کابل، هرات، ننګرهار او لوګر کې پر راستنېدونکو، بېځایه شوو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدو منسوبینو کورنیو، د یادو ځواکونو پر برحاله منسوبینو او ښوونکو باندې ۲۰زره استوګنیزې نومرې وېشلې ده.»

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وایي، ژمن دی چې د دولتي ځمکو بانک له لارې ټولې ځمکې او د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکیتونه ثبت او له هغو د سمې استفادې لپاره د زمینې برابرولو ترڅنګ د غصب مخه هم ونیسي.

د دولتي ځمکو بانک برنامې عملي چارې په ۲۸ ولایتونو کې د افغانستان د ځمکوالۍ چارو تنظیم قانون د یوولسمې او دوولسمې مادو او د جمهوري ریاست عالي مقام د (۶۶) حکم په رڼا کې روانې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه