جلال اباد (پژواک، ۲۷ لړم ۹۸): په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو عملياتو له چټک کېدو سره سم په دغه ولايت کې د داعش ډلې لسګونه کورنۍ او بهرني وسله وال له خپلو کورنيو سره دولت ته تسليم شول.
د تسليم شوو وسله والو کورنۍ نه پوهېږي چې دلته د څه لپاره راوستل شوې، اوس ولې حکومت ته تسليم شوې او راتلونکی ژوند به يې څرنګه وي.
په ۲۰۱۴ کال کې په عراق او سوريه کې د داعش ډلې له حضور او د دې ډلې له برياو شاوخوا يو کال وروسته په افغانستان کې هم دغې ډلې د خراسان ولايت په نوم فعاليت پيل کړ او مرکز يې د ننګرهار اچين او هسکه مېنې ولسوالۍ و.
د دوى له فعاليت پيلېدو سره سم په خلکو کې وېره هغه وخت ډېره خپره شوه چې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ د يو شمېر قومي مشرانو پر بمونو الوځولو ويډيو يې خپره کړه.
که څه هم د دې ډلې فعاليتونو ته تر ډېره د دولت د يوې پروژې په سترګه کتل کېدل، خو په ننګرهار کې له خونړيو ځانمرګو او ډله ييزو بريدونو وروسته، د دې ډلې پر وړاندې افغان حکومت پراخ عمليات پيل کړل.
د ننګرهار امنيتي سرچينې وايي چې په تسليم شوو کسانو کې د پاکستان، ايران، تاجکستان، ازربايجان، قزاقستان، مالديف او ازبکستان وسله وال شامل دي.
د ننګرهار چارواکي وايي، سږ کال يې د دغو وسله والو د ځپلو په موخه په شينوارو او خوږياڼو زونونو کې عمليات پلان کړي وو چې پايله کې يې دې ډلې په ننګرهار کې بشپړه ماتې وخوړه.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وايي، په تېره يوه اوونۍ کې د دې ډلې ۲۲۵ جنګيالي، ۱۹۰ مېرمنې او ۲۰۸ کوچنيان دوی ته تسليم شوي دي.
د داعش ډلې جنګيالي له کومه راتلل؟
د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډګر جنرال نظرعلي واحدي د پاکستان استخباراتي شبکه (ISI
هغه پژواک ته وويل که څه هم په دې ډله کې پر افغانانو سربېره د پاکستان، ايران، تاجکستان، چيچینيا او نورو ډېرو هېوادونو سخت دريځي کسان موجود دي، خو ډېره برخه يې د پاکستان هېواد دي.
نوموړی زياتوي: ((زه د پنجاب ادارې ته وايم او د هغوی استخباراتو ته وايم، راشئ، دا خپلې کونډې او يتيمان حال مو واخلئ، دا ستاسو قبرستان شو، په خپلو اتباعو مو زړه وسوځوئ.))
داعش جنګيالي په کوم فکر افغانستان ته راتلل؟
د داعش په ليکو کې جنګېدونکي کسان چې تازه په ننګرهار کې افغان حکومت ته تسليم شوي وايي، د پاکستاني استخباراتو له خوا ورته تبليغ کېده چې پر افغانستان باندې بهرنيو ځواکونو يرغل کړی، جهاد په کې روان دی، بايد له اسلامي خلافت (داعش ډلې) سره يوځای شي.
د پاکستان د قبايلي سيمې تيرا اوسېدونکی عبدالمالک چې د لړم په ۲۶مه د ننګرهار د ملي امنيت رياست ته تسليم شو، وايي، هره ورځ ورته پنځه وخته د خپل کلي د ملا امام له لوري چې دی يې د پاکستان د استخباراتو کس بولي، تبليغ کېده چې په افغانستان کې جهاد رواه دی.
نوموړی وايي: ((موږ ته به يې ويل چې دلته کافران راغلي او خلک يې مرتد دي، نو زه هم تقريباً دوه کاله مخکې افغانستان ته راغلم او دلته د داعش له ډلې سره مې کار شروع کړ.))
محمد ګل د دې ډلې يو بل تسليم شوی وسله وال دی چې د کونړ د شلتن ولسوالۍ دی. هغه وايي، د خپل کلي په جومات کې به ورته تبليغ کېده چې اسلامي خلافت اعلان شوی او د جهاد په خاطر بايد ټول ورشي.
نوموړي زياته کړه، د کلي ملا امام يې د پاکستان د استخباراتو کس و او د مولانا فضل الرحمن په فتوا يې دوی جهاد ته تشويق کړي دي.
د داعش د تسلمېدو لړۍ چټکوالی:
که څه هم له تېرو څو کلونو راهيسې په ننګرهار کې د داعش د يو شمېر وسله والو تسلمېدو په اړه به د دغه ولايت د ملي امنيت رياست وخت ناوخت له رسنيو سره معلومات شريکول خو په تېرو شاوخوا يوه اوونۍ کې دا لړۍ بېخي تېزه شوه چې له خلکو سره يې پوښتنې را وړلاړې کړې.
که څه هم عام خلک لکه د پخوا داعش ډلې ته د پروژې په سترګه ګوري او ګومان کوي چې د پروژې په ختم سره داعشيان بېرته دولت ته تسليم شول؛ خو افغان چارواکي وايي چې په ننګرهار کې د داعش وسله والو د تسليمۍ چټکوالی د افغان ځواکونو د عملياتو پايله ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالهادي ترين وايي، د دغو وسله والو د تسليمېدو لوی لامل په شينوارو او شېرزادو ولسواليو کې د ګډو افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو عمليات او په دغو عملياتو کې د وسله والو ځپل او پرې د اکمالاتي لارو تړل دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان ايمل نيازی هم وايي، چې امنيتي ځواکونو د ښې همغږۍ او د ولس په ملاتړ وکولی شول چې په ننګرهار کې داعش مات او پاتې کسان يې تسليمېدو ته مجبور کړي.
تسليم شوي داعش جنګيالي هم وايي، د افغان ځواکونو عملياتو او پر دوی د اکمالاتي لارو بندېدو اړ کړي چې افغان حکومت ته تسليم شي.
رحمت الله چې د قبايلي سيمې اورکزو ايجنسۍ اوسېدونکی دی وايي، داعش وسله والو ته يې په قچرو اکمالات کول، خو په دې وروستيو کې پرې ساحه راتنګه شوه، اکمالاتي لارې يې وتړل شوې او حتی د خوراک لپاره هم په اسانۍ څه نه پيدا کېدل.
خو وسله والو طالبانو په يوه خپره کړې اعلاميه کې ادعا کړې چې داعش جنګيالي د دوی له عملياتو تښتېدلي او حکومت باندې يې تور پورې کړی چې هغوی ورته نجات ورکړی دی.
بلخوا د ننګرهار د ملي امنيت رييس ډګر جنرال نظر علي واحدي د طالبانو د دې ادعا په ځواب کې وايي: ((ټول ننګرهاريان د دې شاهد دي چې طالبان د داعش په مقابل کې يوه لحظه هم نه شو جنګېدلی، تاسو به تنګي وزير کې وليدل چې ورمخکې شول، نو هم يې تلفات وليدل او هم په تېښته بريالي شول.))
د داعش تسليم شوې کورنۍ له خپل برخليکه ناخبره دي
په ننګرهار کې د داعش تسليم شوي جنګیالي که څه هم په دې تمه دي چې افغان حکومت به يې د برخليک په اړه پرېکړه کوي چې په بند کې يې ساتي، خپلو هېوادونو ته يې تسليموي او که بله کومه چاره یې کوي.
خو د دې ډلې ښځينه غړې او ماشومان نه پوهېږي چې د څه په خاطر د داعش ډلې د واک سيمو ته وړل شوي وو، ولې تسليم شول او راتلونکی به يې څنګه وي.
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د نورو مېرمنو او ماشومانو ترڅنګ د کندوز يوه اوسېدونکې چې په دري ژبه خبرې کوي، هم دولت ته د تسليم شوو کسانو په ډله کې ناسته ده.
نوموړې چې نه غواړي نوم او غږ يې خپور شي، وايي، له خاوند سره دوه مياشتې وړاندې دغه ځای ته راغلې وه، خو نه پوهېده چې د څه لپاره او ولې؟ هغې وويل، اوس پوه شوه چې خاوند يې مياشت وړاندې وژل شوی او دا له نورو داعشي مېرمنو سره اوسېده.
هغه وايي، نه پوهېږي چې له دې وروسته به يې ژوند څنګه وي، خو د تېر تريخ ژوند ډېرې کيسې يې له يخ وهلو لاسونو، د ماشومانو له رنګ او بد وضعيت په ډاګه کېدې.
د پکتيکا د ګومل يوه اوسېدونکې هم له خپلو اولادونو سره د تسليم شوو کسانو په ډله کې ناسته وه.
هغې پژواک ته وويل: ((مخکې په وزيرو کې وو، بيا له خاوند سره دلته راغلم، نه پوهېږم چې د څه لپاره خو له يوې نيمې مياشت راهيسې مې خاوند ورک شوی، جنګونه و، موږ هم راووتو دلته راغلو.))
اسماعيل چې د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي، خور يې د ظاهرشاه په نوم خپل يو کليوال ته واده شوې وه، خو له تېر يونيم کال راهيسې نادرکه وو، وايي اوس ورته د خور له لوري زنګ راغی چې له هماغه وخته يې خاوند له داعش سره يوځای شوی و او څلور مياشتې مخکې وژل شوی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










