کندهار (پژواک، ۶ لېندۍ ۹۸): کندهار ښاروالۍ د ښار په منځ کې د هغه مهم سړک د ترمیم چارې پيل کړې چې سخت ویجاړ شوی او خلکو یې د جوړېدو غوښتنه کوله.
دغه سړک له ډنډ څلورلارې بیا د کابل بانک تر څلورلارې پورې غځېدلی چې د نورو ترڅنګ پرې لوی بار وړونکي موټر هم تګ راتګ کوي.
د کندهار ښاروالۍ ویاند زمري څرګند پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه سړک دواړو څنډو ته د ویجاړو شوو ځایونو سروې شوې چې ټولیزه اندازه یې ۱۲زره ۵۰۰ متره مربع ده.
هغه زیاته کړه، پر دې پروژه به ۱۸۰ ورځې هره ورځ ۶۰ تنه کار کوي چې ۱۰زره ۸۰۰ کاري ورځې کېږي.
د ده په خبره، پر دې پروژه ۱۹ میلیونه ۳۷۵زره افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې ورکول کېږي.
ده وویل، د دې پروژې له مخې له ډنډ څلورلارې د کابل بانک تر څلورلارې د غځېدلي دوه طرفه سړک ټول هغه ځایونه چې تخریب شوي، اړول کېږي او بېرت په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
دی وايي، پر دغه سړک ۱۰ سانتي متره سپالټ اچول کېږي څو د ښار د عادي سړکونو په پرتله چې ۵ سانتي متره سپالټ ورباندې اچول کېږي، ډېر مقاومت ولري.
له دې ور ها خوا څو ورځې مخکې د کندهار ښار د ۶زره متره مربع نورو ویجاړو شوو سړکونو د ترمیم او پینه کارۍ چارې هم ترسره شوې.
څرګند وايي، ټاکل شوې وه چې د کندهار ښار کنډ کپر سړکونه مخکې ترمیم شوي وای خو د اورښتونو له امله يې کار ځنډېدلی و.
د ده په خبره، د دغو سړکونو سروې د تلې له ۲۰مې بیا د دې مياشتې تر ۲۹مې بشپړه شوه، وروسته د سړکونو د ویجاړو شوو برخو د کټینګ/ پرې کولو چارې ترسره شوې او بیا یې د ډامبرولو چارې عملي شوې.
د دې پروژې له پلان سره سم د کندهار ښار ۶زره متره مربع کنډ کپر سړکونه په اساسي توګه پينه کاري شول.
دی وايي، پر دې پروژې ټولټال ۶ میلیونه او ۳۰۰زره افغانۍ لګښت راغلی چې د ښاروالۍ له پرمختیايي پروژې ورکول شوي دي.
د ښاروالۍ چارواکي وايي، له دغو پروژو سره به ښاریانو ته ترافیکي اسانتیاوې جوړې شي، چاپېریالي ککړتیا به کمه او د سړکونو د نور تخریب مخنیوی به وشي.
د کندهار ښار اوسېدونکي د کندهار ښاروالۍ له وروستیو اقداماتو مننه کوي او د دوام په هیله یې دي.
د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي سید محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار ښار د سړکونو ډېرې برخې ویجاړې شوې او له ډېره وخته یې ترمیم ته اړتیا لرله چې له ښه مرغه ښاروالۍ یې د جوړولو اقدام وکړ.
هغه زیاته کړه، له ډنډ څلورلارې تر کابل بانک څلورلارې غځېدلی سړک بېخي ډېر ویجاړ شوی و چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
دی وايي، همدا څو ورځې مخکې پر همدې سړک یو لوی بار وړونکی موټر پر بل واړه موټر راچپه شو چې یو شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
نوموړی غوښتنه کوي چې دغه سړک دې په اساسي ډول ورغول شي او هغو موټرونو ته دې پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي چې تر اندازې ډېر بار لېږدوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










