ژبه

​د کابل د تایمني سیمې خلک د ښاروالۍ له خوا د کوڅو پخولو چارو کې له ځنډه شکایت کوي

کابل (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٨): په کابل کې د تایمني سيمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، ښاروالۍ یې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د ځینو فرعي سړکونو جوړولو کار پیل کړی خو چارې یې ورو روانې دي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.

د یادې ساحې د اتم سړک یوه اوسېدونکي احمد زبیر پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا درې میاشتې کېږي چې پر اتم سړک د کانکرېټ اچولو لپاره کار پیل شوی خو ډېر ورو روان دی او خلکو ته یې په تګ راتګ کې ستونزې جوړې کړې دي.

ده وویل: "د کورنو ترڅنګ په دغه سړک یو خصوصي ښوونځی او یو کودکستان هم دي، دلته خټې وي، خلک له ستونزو سره مخ دي او که یې کار په دغه ډول ورو روان وي، ژمی هم د دې کوڅې جوړولو چارې نه بشپړېږي."

همدارنګه شېرمحمد د دې سيمې یو دوکاندار هم وایي: "ښاروالي باید د یوه ځای کار خلاص کړی وای، بیا یې بل ځای کار پيل کړی وای، د دې سیمې ډېرې کوڅې ویجاړې کړې او کار یې هم معلوم نه دی."

ده وویل، دوی څو ځلې مخکې د دې پروژې مسوولینو ته وړاندیز کړی و چې د ژمي له را رسېدو مخکې د دغو کوڅو کار خلاص کړي، خو غږ یې چا نه دی اورېدلی.

خو د کابل ښار د پرمختیایي او جوړونې پروژې ( (KNDPمسوول محمد نعمان محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې دوی په دې سيمه کې د ۸۴ عمومي او فرعي کوڅو جوړولو هوکړه لیک له کابل ښاروالۍ سره لاسلیک کړی او باید دغه کار په ۱۱ میاشتو کې بشپړ شي.

ده وویل، ټاکل شوې وه چې له دغو سړکونو ۱۸ سږ کال بشپړ شي.

دی وایي چې له دغو ۱۸ سړکونو د نهو کار بشپړ شوی او د پاتې نورو کار به په راتلونکې شاوخوا یوه میاشت کې بشپړ شي.

د هغه په وینا، د دې لپاره چې د سړکونو جوړولو کار ژر بشپړ شوی وای، باید پر هغو سړکونو د موټرو تګ راتګ درول شوی وای چې کار پرې روان دی، خو د دې لپاره چې له خلکو سره مرسته شوې وي، دوی پر سړکونو د موټرو تګ راتګ د امکان تر بریده نه بندوي او دغه چاره د پروژې په کارونو کې د ځنډ لامل شوی دی.

هغه په دې اړه چې په کوڅو کې خلک د خټو له امله له ستونزو سره مخ دي، وویل: "ابادي او کار کول یو څه ویجاړې هم رامنځته کوي، کار روان دی او  له هوکړه لیک سره سم  به بشپړ شي."

نرګس مومند د کابل ښاروالۍ وياندې پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د کلولې پشتې د ټپې ترڅنګ دوى لومړي ځيني استنادي دېوالونه جوړ کړل چې دغه کار په دې پروژه کې يو څه ځنډ رامنځته کړ.

هغې زياته کړه: ((موږ په ټولو سړکونو کې لومړی فرعي کوڅې جوړې کړې چې ډېرې يې بشپړې شوې دي او ښاروالي هڅه کوي چې د پاتې کوڅو کارونه هم د ژمې له را رسېدو مخکې خلاصې کړي.))

login or register a new account.