پل علم (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٨): امنيتي مسوولين وايي چې د لوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه لويه زېرمه کشف او له منځه وړل شوې ده.

په لوګر ولايت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا وياند شکيل احمد تسل د ليندۍ په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د څرخ ولسوالۍ په نوشار سيمه کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو پر يوې زېرمې عمليات ترسره کړي دي.

هغه وايي: ((طالبانو د دې سيمې په يوه کور کې د ماين جوړونې فابريکه او د وسلو زېرمه جوړه کړې وه چې امنيتي ځواکونو پرې عمليات کړي او دا هرڅه يې ورته له منځه وړي دي.))

د نوموړي په وينا، د يادو عملياتو پرمهال د طالبانو دوه عرادې موټر، څلور موټرسايکلونه او پوځي يونفورمونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او ترڅنګ يې دوه کسان هم نيول شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې تېره ورځ د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پرمهال ١٤ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.