ژبه

په کابل کې د طالبانو یو کلیدي غړی نیول شوی

کابل (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۹۸): د کورنیو چارو وزارت ادعا کوي چې د طالبانو یو کلیدي غړی یې له خپل یوه کس سره په کابل ښار کې نیولی دی.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې چې نن د کورنیو چارو وزارت له خوا خپره شوې، راغلی دی.

په خبرپانه کې راغلي چې د طالبانو دغه دوه غړي تېره شپه د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې د ۲۰۰ فامیلیو په ساحه کې ونیول شول.

د خبرپاڼې له مخې چې د طالبانو یاد غړی په کابل کې ښار کې د یوه ترهګریز برید ترسره کولو لپاره راغلی و خو سرچینې د نیول شوو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د خپلو دغو نیول شوو کسانو څه دي ویلي.

login or register a new account.