منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۸ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې خبریالانې په کاري ساحه کې له ستونزو سره مخ دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۱ کتنې

کندهار (پژواک،۱۷ لېندۍ ۹۸): په کندهار کې مېشتې ښځینه خبریالانې وايي، په کاري ساحه کې له ستونزو سره مخ دي چې د دوی پر ژورنالیستیکو فعالیتونو یې ناوړه اغېز کړی دی.

دغه څرګندونې د کندهار ښځینه خبریالانو د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ښځینه څانګې له مسوولې وحیدې فیضي سره په لیدنه کې وکړې.

په دې ناسته کې د دې ولایت ۲۰ تنو ښځینه ژورنالیستانو ګډون کړی وو.

په دې اړه د کندهار د ښځينه خبریالانو په استازولۍ خبریالې رنګینې انوري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولایت کې ښځينه خبریالانې په کاري ساحه کې له ګڼو ننګونو او ستونزو سره مخ دي چې د دوی ژورنالیستیک کارونه یې پیکه کړي دي.

هغې زیاته کړه، په ټولیزه توګه په کندهار کې د ښځينه خبریالانو کارونه د راډیو یا ټلوېزیون د دفتر تر مېزه محدود شوي او په ساحه کې د کار کولو زمینه نه ده ورته برابره شوې.

د دې په خبره، امنیتي ستونزې، ټولنیز او دودیز مسایل ښځینه خبریالانې په ساحه کې له کار کولو راګرځوي.

دې دغه راز شکایت وکړ چې د نارینه خبریالانو په څېر ښځينه خبریالانو ته هومره روزنیز پروګرامونه نه جوړېږي او که جوړېږي هم نو د رسنیو مسوولین په کې د ګډون اجازه نه ورکوي.

انوري دغه راز یادونه وکړه چې د ښځینه خبریالانو معاشات ډېر ټیټ دي او تر ټولو بده دا چې همدا ټیټ معاش هم پر وخت نه ورکول کېږي.

هغې غوښتنه وکړه چې د ښځینه خبریالانو د ستونزو د حل او د هغوی لپاره د مناسب کاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه دې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د ښځينه خبریالانو څانګه جوړه کړي، څو وخت په وخت خپلمنځي ناستې وکړي او د خپلو ستونزو د حل لارې چارې ولټوي.

د خوندیتوب کمېټې د ښځینه خبریالانو د څانګې مسووله وحیده فیضي وايي، په کندهار کې یې د ښځینه خبریالانو ستونزې اورېدلي او د حل په لټه کې یې ده.

هغه زیاتوي، تر ټولو مهمه دا ده چې ښځینه خبریالانې خپلمنځي یووالی وساتي او په رسنیو کې د دندې پر مهال رسمي پړاوونه بشپړ کړي.

د دې په خبره، د ښځینه خبریالانو ستونزې د حل په موخه د ولایتي او مرکزي ادارې له چارواکو سره شریکوي.

فيضي دغه راز ژمنه وکړه چې د خوندیتوب کمېټې تر چتر لاندې به ژر یوه ښځینه خبریاله د هغوی د ستونزو د هواري او اسانتیاوو په موخه په دنده وګوماري.

په کندهار کې په لسګونو نارینه او ښځينه خبریالان په سیمه ییزو، ملي او نړیوالو رسنیو کې کار کوي چې په ځينو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې