خوست ښار (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۹۸): د خوست د استيناف څارنوالۍ رياست لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
دغه ودانۍ چې د خوست ښار لوېديځ لور ته د ښار او کور جوړونې رياست ترڅنګ د حلقوي سړک پر غاړه موقعيت لري، په څلورو پوړونو کې پر اساسي او مجهز ډول جوړه شوې ده.
د چارواکو په وينا، دا ودانۍ په دوه جريبه ځمکه کې جوړه شوې چې شل اداري خونې او نور د اړتيا وړ ملحقات لري.
د خوست والي محمد حليم فدايي د دې ودانې د پرانيستې پر مهال وويل، پر دې ودانۍ چې چارې يې په تېرو ۱۸ مياشتو کې تکميل شوې، د حکومت له پراختيايي بودجې پرې نږدې څلوېښت ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دى.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې سره به د استيناف څارنوالۍ رياست مامورینو ته د کار د يو وړ او مناسب چاپېريال زمينه برابره شي، چې پرمټ به يې وکولای شي، خلکو ته پر وخت خدمات وړاندې کړي.
ده وويل: ((دا ودانۍ به له ټولو څارنوالو سره مرسته وکړي، څو هغوی ته مساعد کاري چاپېريال رامنځته کړي او دا به وکولای شي چې د مراجعينو لپاره هم يو داسې چاپيريال وي چې هغوی په اسانۍ سره وکولای شي، خپل مشکلات دلته حل کړي.))
په ورته مهال د خوست استيناف څارنوالۍ رييس رحيم الله رامح پژواک ته وويل، تر نن ورځې پورې دوی خپل مستقل کاري دفتر نه درلوده او د څارنوالۍ ټولې اداري چارې په يوه کرايي کور کې پر مخ وړلې.
هغه وويل د خپلې نوې ودانۍ په مرسته به وکولای شي چې په خپلو دفتري چارو کې لا نور ښه والی هم راولي.
هغه زياته کړه: ((دلته ټول کاري سهولتونه موجود دي او په عين حال کې دا تعمير به موږ ته دا فرصت مساعد کړي څارنوالانو ته چې په يو لازم کاري چاپيريال کې وکولی شو، خلکو ته عدلي او قضايي خدمات وړاندې کړو.))
د غه ډول د خوست د استيناف څارنوالۍ يو شمېر نور مامورين هم وايي چې د تېرو ۱۸ کلونو کې راهيسي د خپلو دفتري چارو د ترسره کولو لپاره مناسب ځای نه درلوده.
هغوی وايي، دا چې اوس خپل نوی اداري ودانۍ لري، نو دا به يې په کارونو کې ډېر مثبت بدلون راولي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










