جلال اباد (پژواک، ۲ مرغومی ۹۸): د کرنې وزارت له لوري د ننګرهار اوو ولسواليو کې د سل ميليونه افغانيو په لګښت شل کانالونه جوړيږي چې دوه هغه يې بشپړ او د ۱۸ نورو يې کارونه پيل شول.
د دغو کانالونو له ډلې دوه يې د مرغومي په ۲مه د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې تر جوړېدو وروسته پرانېستل شول.
د کرنې وزارت مرستيال حشمت الله غفوري وويل، چې په کامې او د زون شينوارو شپږو ولسواليو کې د سل ميليونه افغانيو په لګښت شل کانالونه جوړيږي، چې دوه يې په کامې ولسوالۍ کې عملاً ګټې اخيستنې ته وړاندې شول او همدا راز په دې ولسوالۍ کې د اتو او د شينوارو شپږو ولسواليو کې د لس نورو کانالو د جوړولو چارې پيل شوې.
نوموړي وويل، چې د کامې ولسوالۍ لس کانالونو مجموعي بوديجه اووه پنځوس ميليونه چې د ټولو کانالونو اوږدوالی شل کیلومتره او شپږه سوه متره دی چې چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.
د ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، کامه د کرنې لپاره ډېرې ځمکې لري او د دغوکانالونو په جوړېدو سره به په دې ولسوالۍ کې کرنيز سکتور لا پراختيا پيدا کړي.
نوموړي د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانالونو ساتنه وکړي او په ښه ډول ترې ګټه پورته کړي.
د کامې ولسوال شريف الله فضلي د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانالونو ساتنه وکړي او په ښه ډول ترې ګټه پورته کړي.
د سيمې خلکو د کانالو پر جوړېدو خوښي وښوده او په دې ولسوالۍ کې يې په اړونده برخه کې د نورو پروژو غوښتنې وکړې.
د کامې ولسوالۍ د زاخېلو د سيمې اوسېدونکي ملک سرمست وويل، دا کانالونه به د هغو کروندګرو لپاره ګټور تمام شي چې پخوا به د ژمي په موسم کې د هغوی پټيو ته اوبه نه رسېدلې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










