لښکرګاه (پژواک، ٨ مرغومى ٩٨): د هلمند حکومتي چارواکي وايي، د کجکي بند د دویمې برخې چارې چې د سل مېګاواټه برېښنا د توليد وړتیا به ولري، پيل شوې.
د مرغومي په اتمه د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د هلمند والي محمد ياسين خان وويل چې د کجکي برېښنا بند د دويمې برخې جوړولو چارې نن پيل شوې.
هغه وايي چې د دې برخې په بشپړېدو سره به د کجکي برېښنا بند د توليد ظرفيت له ٥٢ څخه ١٥٢ ميګاواټو ته لوړ شي.
د نوموړي په وينا، د دې برخې چارې به تر راتلونکو دوو کلونو بشپړې شي چې د هلمند ترڅنګ به اروزګان او کندهار ولايتونو ته هم برېښنا ورکړل شي.
د والي په خبره، د يادې برېښنا د مزو سروې هم پيل شوې چې څه موده وروسته به يې د غځولو عملي چارې هم پيل شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، يادې چارې د يوې ترکي کمپنۍ له خوا پر مخ وړل کېږي او مالي لګښت يې هم دغه کمپنۍ ورکوي.
دغه راز په دې غونډه کې د کندهار والي حيات الله حيات وويل چې د برېښنا د دغه بند د دويمې برخې په فعالېدو سره به زرګونو کورنيو ته برېښنا ورکړل شي.
ده هم وويل چې د کجکي بند د جوړولو چارې پيل شوې او تر ٢٠٢١ کال پورې به بشپړې شي.
په ورته وخت کې د کندهار د حوزوي برېښنا رييس امان الله فاروقي وويل چې دوی د ٢٢٠ ميګاواټه برېښنا لپاره د مزو سروى کړې ده.
هغه وايي: ((څو چې د کجکي بند دويمه برخه جوړېږي، نو موږ به ډېرو سيمو ته مزي رسولي وي.))
فاروقي زياتوي چې په دې سيمه کې د برېښنا د وېش لپاره څو شبکې هم جوړوي.
د کجکي برېښنا بند د دويمې برخې د جوړېدو چارې په داسې مهال پيلېږي چې له تېرو ١٥ ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د دغه بند برېښنا په کندهار او هلمند ولايتونو پرې کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن