ترينکوټ (پژواک، ٩ مرغومى ٩٨): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د "اروزګان د تاریځ په پاڼو کې " تر عنوان لاندې علمي څېړنیز سيمینار ترسره شو.
په دغه سيمینار کې تر ډېره د اروزګان د کلتوري، تاریخي، طبيعي ښکلاګانو، نومیالیو، دودونو او یو شمېر نورو اړخونو په تړاو معلومات وړاندې شول.
د دغه علمي سيمینار لپاره د هېواد د اطلاعات او کلتور وزارت او ولسمشرۍ یو ګډ پلاوی اروزګان ولايت ته راغلى دى.
د دغه ولايت د اطلاعات او کلتور ريیس احمد ځلاند په خپلې پرانيستونکې وينا کې د خپلې ادارې د فعاليتونو او سيمينار په اړه يې معلومات ورکړل.
وروسته په علمي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار پوهاند لعل پاچا ازمون د ولسمشر محمد اشرف غنې پېغام ولوست چې په یوه برخه کې یې راغلې وو: ((اروزګان تاریخي ولایت دی او د دغه ولایت د تاریخي او فرهنګي چارو شننه او تحقیق باید وشي.))
د هېواد د اطلاعات او فرهنګ وزارت د فرهنګې چارو معین پوهاند محمد رسول باوري په وینا، د دغه علمي څېړنیز سفر په ترڅ کې پر درېیو مهمو مسایلو باندې په څو ورځو کې په تفصیلي توګه بحث کېږي چې اروزګان پېژندنه، فرهنګ او هنر او د ولسمشر د ځانګړو لارښوونو پلې کېدل دي.
د باوري په خبره، اروزګان لکه تر ډېرو ګردونو لاندې جواهر، له ارزښت، تاریخ او فرهنګه یې هېڅوک نه دي خبر شوي.
وروسته د مقالو لړۍ پيل شوه، د اروزګان د نوم یا کلیمې شننه، د اروزګان مشهور سندونه، فرهنګي مشران، د اروزګان دودونه، د اروزګان سیاسي مشران او د اروزګان طبيعي ښکلا دا هغه مقالې وې چې په دغه علمي سيمینار کې ولوستل شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










