منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

خلک: د کونړ د سيند پر غاړه د جوړېدونکي ديوال چارې د تړون خلاف روانې دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۸): ځايي خلک او د ولسي جرګې ځینې غړي وايي، د کونړ په پنځو ولسواليو کې د سيند پر غاړه د يو میليارد افغانيو په لګښت د ديوال چارې د قرارداد او نقشې خلاف مخته روانې دي.

خو د کونړ والي ډاډ ورکوي چې که د ديوال په هره برخه کې ستونزه وي، بېرته به يې ونړوي.

شپږ مياشتې وړاندې د کلیو پراختیا وزارت د کونړ سیند دواړو غاړو ته له تیږو د استنادي دیوال پروژه پیل کړې ده چې په دوو کلونو کې به بشپړه شي او ورسره به ۳۶۰۰ هکټاره ځمکه د سیند له څپو وژغوري.

د دغه دېوال پر جوړېدو چې د کونړ د نرنګ، څوکۍ، نورګل، خاص کونړ او سرکاڼو ولسواليو د ځمکو د ژغورنې په موخه جوړېږي، ولسي خلک نیوکه کوي چې دغه پروژه د نقشې او قرارداد خلاف مخته روانه ده.

په خاص کونړ کې ځايي خلکو د دغو  پروژ وکار بند کړی، وايي د پروژې چارې هسې چې په قرارداد کې دي، نه دي روانې، نه یې ځمکې بچ کړې او نه هم په دیوال کې لګېدلې تیږې سیند شاته تنبولی شي.

د سيمې يو قومي مشر الفت الله پژواک اژانس ته وویل چې د قرارداد خلاف ديوال هم ټيټ دی، هم يې پلنوالی کم دی او دغه راز په کې تيږې هم وړې او د خوړ تيږه کارول شوې چې اوبو سره مقاومت نه شي کولی.

د خاض کونړ ولسوالۍ يو اوسېدونکى ميرويس وایي: "دا وړې تيږې يې ايښې دي، د کونړ سيند په اوړي کې ډېر څپانده وي، د هغې د ټينګې دا ديوال نه دی، حتی د ژمي سيند هم که پرې راشي نو دیوال چپه کولی شي. "

د سيمې خلکو يو شمېر مسلکي انجينران هم د چارو د کيفيت اروزنې په موخه ورغوښتي او د دغې پروژې چارې يې پرې ارزولې دي.

د هغوی له ډلې انجينر حضرت بلال سياح وایي، کوم قرارداد او نقشه چې دوی ته په لاس ورغلې او اوس چې عملاً کوم کار روان دی ډېر توپير لري.

دی زياتوي: "په دې قرارداد کې د بولډروال د تيږې کمه اندازه ۸۰ پر ۳۰ سانتي متره ده، خو دلته ډېرې وړې دي، د قرارداد له مخې تيږې بايد د غره د معدن وي، خو دلته د خوړ تیږې استعمالېږي، نورې ستونزې دا دي چې بولډروال له سينده په لرې فاصله کې رغول شوی، موخه دا ده چې ځمکې بچ کړي، خو ځمکې له دیوال هاخوا پاتې شوي، بله اساسي ستونزه د بنسټ نشتوالی دی چې نه دی ورته جوړ شوی."

پژواک د هغه قرارداد یوه کاپي هم تر لاسه کړې چې د ديوال د تيږو د اندازې او نورو برخو په اړه په کې وضاحت شوی.

د دغه قرارداد له مخې، په ديوال کې استعمالېدونکې تيږې بايد د غره مخ داره تيږه وي او لږ تر لږه هره تيږه بايد ۸۰ پر پنځوس سانتي متره وي.

خو د کونړ د کليو پراختيا رييس صفت الله شرفمل وايي، د یاد دیوال چارې د قرارداد مطابق روانې دي، هغو ځايونو کې چې د اوبو فشار لوړ دی ديوال ډېر قوي شوی او هلته چې اړتیا کمه ده د دیوال کچه هم کمه شوې ده.

په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازی جاويد ساپی هم په دغه دیوال کې د فساد په اړه اندېښمن دی او غوښتنه کوي چې چارې يې بايد با کيفيته ترسره شي.

دی وايي: " د کونړ د خلکو د يو استازي په توګه مې له ولايتي ادارې څو ځلې غوښتي چې د کونړ د خلکو دا حياتي پروژه بايد باکيفيته وي، خو متاسفانه ولایتي ادارې زموږ خبرو ته  ارزښت ورنه کړ او کار یې بې کیفیته شروع کړو، دېرش سلنه کار یې بشپړ شوى، خو اکثره دیوال یې خراب دی."

خو اوس سره له دې چې په ديوال د خلکو نيوکې زياتې شوي، د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال ډاډ ورکوي چې که د ديوال په هره برخه کې ستونزه وي، بېرته به يې ونړوي.

ميرزکوال وایي، د ولايت يو نظارتي کمېسيون او ځينو نورو پلاویو لس ځلې د دغه دیوال له چارو نظارت کړی او هر ځای چې ستونزه ليدل شوې بېرته نړول شوی او له سره پرې جوړ شوی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه