منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۵ غ.و
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په میراثي ډول د سیاسي ګوندونو د مشرۍ لېږد اندېښنې راپورته کړې

· ۱۱ دقیقې لوستل · ۱۶۵ کتنې

 

کابل (پژواک، ۱۰ مرغومی ۹۸): په افغانستان کې له حزبي کنګړو پرته په میراثي ډول د سیاسي ګوندونو د مشر ځای ناستي د اندېښنې وړ دي او دغه اندېښنې د هېواد عدلیې وزارت مجبور کړ چې د ګوندونو قانون تعدیل کړي.

دغه راز د چارو پوهان وايي چې د ځينو سیاسي ګوندونو مشران په قدرت کې د خپلې کورنۍ او دوستانو د پایښت لپاره هڅه کوي او دغه هڅه په ډاګه کوي چې دوی د خپلو شخصي ګټو په لټه کې دي.

په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د جوړېدو مخینه د ډېموکراسۍ په (۱۳۴۲ څخه تر ۱۳۵۲) کلونو پورې اړه لري او په دې دوره کې یو شمېر سیاسي ګوندونه جوړ شول، خو په افغانستان کې ډېری سیاسي ګوندونه په وروستیو ۱۸ کلونو کې جوړ شوي دي.

د افغانستان د عدلیې وزارت وايي چې په یاد وزارت کې ۷۴ ګوندونه ثبت شوي دي.

د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، د ګوندونو مشري لکه د اسلامي جمعیت، ملي اسلامي محاذ، جبهه ملي نجات او د افغانستان د اسلامي حرکت له پلار څخه زوی خو د اقتدار ملي ګوند کې له ورور څخه ورور ته انتقال شوې ده.

د افغانستان اسلامي جمعیت

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند رییس استاد برهان الدین رباني د ۱۳۹۰ کال د وږي په ۲۹مه د کابل به وزیر اکبرخان کې په خپل کور کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو او اوس یې زوی صلاح الدین رباني د یاد ګوند ریاست پر غاړه لري.

د اسلامي جمعیت ګوند ویاند وقف حکیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، صلاح الدین رباني د یاد ګوند د کنګرې تر جوړېدو پوې د جمعیت د رهبرۍ شورا له خوا د رییس په توګه وټاکل شو.

حکیمي په دې اړه چې ولې په تېرو شاوخوا اتو کلونو کې د کنګرې پر جوړېدو نه دي توانېدلي؟ وویل، څو ځله د څلور کلنې دورې لپاره د رییس د ټاکلو په موخه د کنګرې د ترسره کېدو هڅه وشوه خو د ځینو لاملونو له امله ترسره شوه.

نوموړي د کنګرې د نه ترسره کېدو لامل روښانه نه کړ خو ویې ویل: ((په دې ورځو کې د عمومي ناستې او کنګرې جوړېدل د رهبري‎ۍ غړو تر منځ په جدي توګه مطرح شوي او د رهبرۍ شورا مطلق اکثریت غړي یې په ترسره کېدو ټينګار کوي.))

حکیمي په دې اړه چې که صلاح الدین رباني د کنګرې له جوړېدو سره مخالفت وکړي څه به وشي؟ وویل: ((هر څوک که وغواړي مخالفت وکړي کوم ځای ته نه رسېږي.))

د افغانستان د نجات ملي جبهه

د افغانستان د نجات د ملي جبهې رییس صبغت الله مجددي د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۲۳مه د ناروغۍ له امله مړ شو، خو اوس یې زوی ذبېح الله مجددي د یاد ګوند ریاست پر غاړه لري.

د یاد ګوند د دارالانشا رییس نثار احمد وویل، د افغانستان د نجات ملي جبهې کنګره تېره اوونۍ ترسره شوه او ذبېح الله مجددي چې د صبغت الله مجددي په ژوند د نوموړي له خوا د جبهې د رییس په توګه ټاکل شوی و د کنګرې له خوا هم تایید شو. هغه زیاته کړه چې د یاد ګوند د ریاست لپاره بل کس نه و نوماند شوی.

هغه وویل، د جبهې په کنګره کې د عدلیې وزارت استازو هم ګډون درلود او د جبهې د رهبرۍ له زرو ډېرو غړو په کنګره کې ګډون کړی و.

عدلیې وزارت هم تایید کړه چې ددغه وزارت پلاوي د افغانستان د نجات ملي جبهې په کنګره کې ګډون کړی و.

د افغانستان د خلکو اسلامي حرکت

د افغانستان د اسلامي حرکت ګوند رییس سید حسین انوري د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ په میاشت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله د هند په یوه روغتون کې ساه ورکړه او اوس یې زوی (سید خلیل انوري) د یاد ګوند ریاست پر غاړه لري.

د یاد ګوند د دارالانشا رییس سید عارف عالمي وویل، د حرکت اسلامي مرکزي شورا د سید حسین انوري خدمت ته د درناوي په پار پرېکړه وکړه چې د نوموړي زوی (سید خلیل الله انوري) د یاد ګوند د رییس په توګه وټاکي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د خلکو د اسلامي حرکت ګوند د امنیتي ستونزو له امله نه دی توانېدلی چې کنګره ترسره کړي، ځکه دده په خبره د کنګرې ترسره کول د هېواد د بېلا بېلو ولایتونو څخه ۵۰۰ کسانو حضور ته اړتیا لري.

د افغانستان د ملي اقتدار ګوند

د ملي اقتدار ګوند رییس او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی سید مصطفی کاظمي د ۱۳۸۶ کال د لړم په ۱۵ مه په یوه ځانمرګي برید کې په بغلان کې د ولسي جرګې له یو شمېر نورو غړو سره وژل شوی دی او اوس یې ورور سید علي کاظمي د یاد ګوند د رییس په توګه دنده ترسره کوي.

د ملي اقتدار ګوند رییس سید علي کاظمي وویل، د ورور سید مصطفی کاظمي له وژل کېدو وروسته د ګوند د مرکزي شورا غړو د هغه عواطفو له امله چې له مصطفی کاظمي سره یې درلودل او دغه راز د (سید علي کاظمي) د ډېر فعال والي له امله نوموړی د ګوند د رییس په توګه وټاکه.

هغه زیاته کړه، نوموړي هم د افغانستان د ملي اقتدار ګوند د مرکزي شورا غړیتوب درلود.

سید علي کاظمي وویل، د ملي اقتدار ګوند د رییس انتخاب د ګوند د اساسنامې له مخې د وړتیا، لیاقت او قدرت په اساس ترسره کېږي نه په میراثي ډول.

هغه هیله مندي ښکاره کړه چې د روان لمریز کال تر وروستیو د ملي اقتدار ګوند وکولای شي کنګره جوړه کړي او د افغانستان خلک په دغه ګوند کې د بدلونونو د بدلونونو شاهدان وي.

د افغانستان ملي اسلامي محاذ

د ملي محاذ ګوند رییس سید احمد ګیلاني د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په لومړۍ نېټه د ناروغۍ له امله مړ شو او اوس یې زوی سید حامد ګیلاني د ګوند ریاست پر غاړه لري.

پژواک هڅه وکړه په دې اړه د یاد ګوند له رییسانو سره خبرې وکړي خو اړیکه مو ورسره ټينګه نشوه.

د مطلق شاهي نظام تقلید او تېرو پېړیو ته شاتګ

د «افغانستان ما» ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې د ډېری سیاسي جریانونو داخلي ګوندي جوړښتونو ملي لباس نه دی پوښلی له وړو کړیو سره تړل شوي او د ګوندونو د رهبرۍ څوکۍ د مطلقه شاهي نظام تقلید د ځانګړو کورنیو په نوم قایم شوي دي.

سرچینې لیکلي: «په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د رهبرۍ، پرمخ وړلو او ځای ناستۍ بحث هم په میراثي ډول جوړه شوې او بیا هم د هېواد سیاسي جوړښتونه چې تېرو پېړیو ته ګرخېدلي دي.»

د مقالې د لیکوال پر باور، په افغانستان کې سیاسي ګوندونه د ډيموکراتیکو اصولو له تطبیق سره دومره جوړ نه دي او ډېری ډيموکراتیک اصول او ارزښتونه لکه ټاکنې، د اعتراض حق او ټولیز تصمیم له دولته غواړي خو خپله د حکومت په جوړښت کې د ښکېلو جریانونو او په هېواد کې د سیاسي جوړښت په توګه د خپل ګوند په داخل کې د یادو اصولو تطبیق نه غواړي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي رمضان بشردوست د سیاسي جریانونو د رییسانو د کورنۍ غړو ته د ګوندونو د ریاست د انتقال په اړه وویل: ((لومړی لامل دا دی چې په افغانستان کې ګوند نشته، ګوند د هغو کسانو ټولي ته وايي چې ګډ فکر، موخې او پروګرامونه ولري او د هر قوم وکړي په کې موجود وي، په افغانستان کې په یادو معیارونو برابر هېڅ ګوند نه دی جوړ شوی، قومي او کورني دي... نو ځکه په ګوندونه په افغانستان کې ملکیت دی کله یې چې لومړی مالک مړ شي وارث ته یې پاتې کېږي.))

د ده په خبره، هغه کسان چې د سیاسي ګوندونو په سر کې دي صلاحیتونه لري او له هغه څخه په استفاده د خپل ریاست د ساتلو په موخه نه غواړي د ګوند کنګره جوړه شي.

«په ګوندونو کې دې د کورنۍ انحصار پای ته ورسېږي»

د حقوقو او سیاسي علومو استاد خلیل شنکر وویل، د سیاسي ګوندونو مشران باید په خپلو ګوندونو کې کورنۍ انحصار پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړه: ((باید ګوندونه خپل سازماني فرهنګ ته داسې بڼه ورکړي چې هڅاند غړي یې د سازمانونو د سلسله مراتبو له امله ارتقا وکړي، که په ګوندونو کې هڅاند کادرونه ارتقا ونکړي خلک به د ګوندونو په تړاو ښه نظر ونلري.))

د ګوندونو قانون باید تعدیل شي

د عدلیې وزارت د ټولنیزو چارو مرستیالې ذکیې عالمي پژواک خبري اژانس ته وویل، په سیاسي ګوندونو کې د کنګرو نه ترسره کېدل یوه عمومي ستونزه جوړه شوې او دغه وزارت د ګوندونو په قانون کې د نیمګړیتاوو له امله نشي کولای په ګوندونو فشار راوړي څو په ټاکلي وخت کې کنګره یا عمومي ناسته جوړه کړي.

د دې په خبره، دغه وازرت په پام کې لري چې د ګوندونو قانون ته بیاکتنه وکړي او داسې یې تعدیل کړي چې ګوندونه ځواب ورکوونکي شي.

هغې زیاته کړه: ((څو ځله یې ګوندونو ته مکتوب لېږلی چې خپلې کنګرې ترسره کړي خو له دې زیات وزارت مداخله نه شي کولای، ځکه په قانون کې په دې اړه اشاره نه ده شوې.))

مېرمن عالمي له ګوندونو وغوښتل چې د قانون، اصولو او اساسنامو مطابق خپلې ګوندي کنګرې په ټاکلي وخت ترسره کړي او د ګوند د رییسانو د ټاکلو په برخه کې هم د اصولو مطابق عمل وکړي.

د نوموړې د معلوماتو له مخې، همدا اوس په یاد وزارت کې ۷۴ ګوندونه ثبت شوي خو ډېری یې نه دي توانېدلي چې په ټاکلي وخت کې خپلې کنګرې ترسره کړي.

په قدرت کې د خپلوانو د پایښت لپاره د ځينو ګوندونو د مشرانو هڅې

د هغې مقالې لیکونکی چې په «افغانستان ما» ورځپاڼه کې خپره شوي لیکي، سیاسي ګوندونه د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې په ټاکنیز سیستم کې د داسې سیستم د تغییر غوښتونکي وو چې له مخې به یې د ګوندونو رول پراخ شي.

د ده په خبره، د یادو ګوندونو وروستۍ موخه په قدرت کې د ځانګړو کسانو پاتې کېدل دي.

هغه لیکلي: ((له شک پرته چې مشران او د ګوندونو کلیدي کسان به تر مرګه د ګوند عام او تام صلاحیت لرونکي وي، او پارلماني څوکۍ به هم میراثي کړي.))

د هغه په خبره، د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د ځینو سیاسي ګوندونو له ادرسه د ګوند رییس، د رییس زوی او یا نږدې خپلوان نوماندېږي، ترڅو چې دغه بهیر دوام ولري د حزب هېڅ غړی به د ښایسته سالارۍ په اساس د یاد ګوند په ملاتړ ملي شورا یا لوړو سیاسي دندو ته ونه رسېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست