منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د نږدې ۲۳ ميليونه افغانيو په لګښت د رغنيزو پروژو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ مرغومی ۹۸): په ننګرهار کې د ولسي تړون پروګرام له لوري د نږدې ۲۳ ميليونه افغانيو په لګښت د يو شمېر رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د ولسي تړون ملي برنامې له لارې د نږدې ۲۳ ميليونه افغانيو په لګښت د سړکونو، ويالو، پلیو لارو او يو شمېر نورو ځايونو د رغونې چارې پيل شوې.

دی وايي، په دې پروژو کې د مرکز جلال اباد ښار اړوند  د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د ولسي تړون پروګرام له لوري د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د درې شوراګانو په چوکاټ کې پروژې پیل کړې .

نوموړي زیاته کړه، یادې پروژې چې د لمر، بدلون او لعل قاسم اغا شوراګانو په چوکاټ کې د درېیو میاشتو په موده کې پلې کېږي، په کې د ۳۶۷۲ متره په اوږدوالي سړک، ۳۳۹۰ متره په اوږدوالي ویالې، پلچکونه، جالۍ او سلبونه شامل دي .

هغه وایي، یاد سړکونه او ویالي به په اساسي ډول جوړ شي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، بله پروژه د نهمې ناحیې په مربوطاتو کې د جلال اباد ښاروالۍ په چوکاټ کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د پنځه میلیونه او اته سوه زره افغانیو په مالي لګښت د ویالو او سړک جوړولو پروژو چارې پیل شوې.

هغه وایي، يادو پروژو کې د ١٥٦٦ مترو په اوږدوالي سړک او ١٩٧٤ متره ويالې شامل دي چې د درېیو میاشتو په موده کې به په اساسي ډول جوړې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه