جلال اباد (پژواک، ١٢ مرغومى ٩٨): د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۸ ميليونه افغانیو په لګښت د څلورو سربندونو د جوړېدو چارې پیل شوې .
د والي وياندعطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سربندونه د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د شاوخوا اتلس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اچین ولسوالۍ د پیروخېل، اشخېل، پاخېل او لالي چينې په سيمو کې جوړېږي.
هغه زياته کړه چې ددې سربندونو د جوړولو چارې به په شپږو مياشتو کې بشپړې شي.
د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رييس ډاکټر محمد ضمیر بهسودي پژواک ته وویل، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به اچین ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۷۵۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د پروژو د ښه تطبیق او رونټیا په موخه څارنه او نظارت ترسره کړي.
د اچین ولسوال سيد عاشق الله سادات او قومي مشر ډاکټر عبیدالله شینواري په خپلو خبرو کې د کرنې ریاست له مشرتابه مننه وکړه چې د اچین خلکو لپاره یې حیاتي پروژې پیل کړې دي.
دوی د چارو د ترسره کېد په موخه د هر راز همکارۍ ترڅنګ د ښې څارنې او نظارت کولو ډاډ څرګند کړ.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










