جلال اباد (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۸): د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ مسوولين وايي، روان ۱۳۹۸ کال کې يې ټولې ۱۱۸۴ قضيې څېړلې چې له دې ډلې ۲۰ يې د اداري او مالي فساد په اړه دي.
دوی وايي، د فساد اړوند ډېری قضيې د ګمرک، ښاروالۍ او کرنې ادارو اړوند دي خو په نورو دولتي ادارو پورې تړلي موضوعات هم په کې شته دي.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، دغه راز يې په روان کال د همدغو قضيو له لارې ۲ ميليونه او ۱۷زره افغانۍ هم د دولت بودجې ته لېږدلې دي، ګڼ شمېر وسلې، موټر، نشه يي توکي او نور وسايل يې د دولت په واک کې ورکړل شوي دي.
د ننګرهار د استيناف څارنوالۍ پر څېړنيزو ارګانونو د نظارت څارنوال مولوي عصمت الله د مرغومي په ۴مه پژواک اژانس ته وويل، په يادو قضيو کې ۴۹۵ د جنايي جرمونو او فساد، ۴۷۶ د عادي جرمونو، ۹۹ په ماشومانو پورې تړلې قضيې، ۹۲ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي او ۲۰ نورې د اداري او مالي فساد اړوند دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو قضيو په تړاو سلګونه کسان هم نيول شوي چې ځيني د محکمې له لوري زنداني او ځينو ته د ثبوت د نشتوالي له امله برائت ورکړل شوی دی.
مولوي عصمت الله وايي: ((په دې قضيو کې ۷۴۳ باندې ابتدائيه محکومو پرېکړې کړي، ۳۰۶ نهايي شوي، ۴۳۷ تر استينافي غور لاندې دي، ۱۸۳ قضيو باندې عدم لزوم قرار شوی، ۱۳ قضيې عدم صلاحيت شوي، ۳۵۳ قضيې تر کار لاندې دي او دغه راز د ۲۱۰ قضيو يوازې کشفي راپورونه موږ ته رالېږل شوي چې موږ يې د مظنونينو د نيولو قرارونه مربوطه ادارو ته صادر کړي.))
د نوموړی په وينا، په روان لمريز کال کې يې د همدغو جرايمو او قضيو اړونده ۷۳ عرادې موټر، ۳۳۶ميله وسلې، ۴۶۰۰ مرمۍ، ۲۵۰۰ کيلو نيمه قيمتي تيږې، ۲۰۵زره او ۳۵۰ کيلوګرامه نشه يي توکي ګڼ شمېر نور غير قانوني شيان هم د دولت مالکيت ګرځول شوي دي.
د استيناف څارنوالۍ دغه مسوول وايي، دوی روان کال د فساد شل قضيې هم څېړلې چې په کې د اداري او مالي فساد دواړه شامل دي.
دی زياتوي: ((په دغو قضيو کې د ګمرک، ښاروالۍ، زراعت او نورو دولتي ادارو قضيې دي، ځيني مامورين په دې قضيو کې نيول شوي، د ځينو قضيې محکمې ته وړاندې شوې، د ځينو تر څېړنو لاندې دي، ځينې ښايي بې ګناه نيول شوي وي، بېرته به خوشې کېږي.))
هغه ډاډ ورکړ چې په دې وروستيو کې د څارنوالۍ د نظارت او يو قانون د تطبيق په وجه په دغه ولايت کې د بې ضرورته توقيفونو مخه نيول شوې ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










