منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۱ غ.م
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ايران په عراق کې د امريکا پر پوځي اډو بالستیک توغندي توغولي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۷ کتنې

 

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٨): د امريکا دفاع وزارت وايي چې ايران په عراق کې د امريکا پر دوو پوځي مرکزونو توغندي توغولي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې تر اوسه کره معلومات نشته دي.

د راپورونو پر بنسټ، نن سهار وخته ايران د عراق پر دوو سيمو اربيل او الاسد کې د امريکا پر پوځي مرکزونو توغندي توغولي دي.

په دغو بریدونو کې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د امريکايي ځواکونو په يوه خبرپاڼه کې راغلي چې ايران تر لسو ډېر بالستيک توغندي په عراق کې د امريکا پر پوځي مرکزونو توغولي دي.

په خبرپاڼه کې د امريکا د دفاع وزارت وياند جاناتان هافمن ويلي: ((دا څرګنده ده چې دغه راکټي بريدونه ايران ترسره کړي دي.))

بلخوا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي: ((په عراق کې ايران د امريکا پر دوو پوځي اډو راکټونه توغولي، هر څه سم دي، مرګ ژوبله او زيانونه به وڅېړل شي.))

هغه زياته کړې: ((ترا وسه هر څه سم دي، موږ د نړۍ په هره برخه کې ځواکمن او پياوړي ځواکونه لرو، زه د امريکا پر وخت سبا سهار بيانيه ورکوم.))

د امريکا او ايران ترمنځ اړيکې وروسته له هغه ترينګلي شوې چې تېره پنجشنبې په عراق کې د امريکا د سپاه پاسداران د قدس ډلې مشر قاسم سليماني د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په بريد کې ووژل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه