جلال اباد (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٨) د لغمان په مرکز مهترلام کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ډاکټر تيتڅو ناکامورا په نوم د یوه پارک د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د مرغومي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې پروژې د پيل په مراسمو کې والي اصف ننګ، ښاروال او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
هغه زياته کړه چې دغه پارک د جاپاني ډاکتر تيتڅو ناکامورا په نوم جوړېږي چې تېره مياشت په جلال اباد ښار کې وژل شوى و.
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي د معلوماتو له مخې چې د مهترلام بابا دښتې په تفصیلي پلان سیمه کې یې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په شل جریبه ځمکه کې د ډاکټر تيتڅو ناکا مورا په نوم د یوه پارک جوړېدو چارې پیل کړې.
نوموړی وایي، د دغه پارک تاسیسات، احاطه، د باغوان خونه، د سولري ابولګونې سیستم او د سرسبزۍ ټولې چارې هم لري چې کارونه به یې په څلورو میاشتو کې بشپړ شي.
په ورته مهال د لغمان والي محمد اصف ننګ خوښي وښوده چې په دغه ولایت کې یې د ماموریت په دوران کې هره اوونۍ دوه- درې د انکشاف چارې پیل او پای مومي.
هغه وایي، په دغه ولایت کې به په ټولو برخو کې د انکشاف لړۍ همداسې روانه اوسي او هڅه کېږي چې لا ګړندۍ شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










