منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

جلال اباد کې د څه باندې ۱۳ ميليونو افغانيو په لګښت رغنيزې پروژې بشپړې شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۳ کتنې

جلال اباد (پژواک ۱۹ مرغومی ۹۸): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ولسي تړون پروګرام له لارې د ۱۴ اعشاريه ۴ ميليونو افغانيو په لګښت يو شمېر رغنيزې پروژې بشپړې شوې.

چارواکي وايي، دغو پروژ کې د ويالو، کوڅو، پلچکونو او استنادي دېوالونو رغول شامل دي.

د دغو پروژو پرانيسته د مرغومي په ۱۹مه د جلال ښار اتمه ناحيه کې وشوه.

د جلال اباد ښاروالۍ د اتمې ناحيې آمر بختيار احمد ساحل وويل، دغه ناحيه کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې ټولې ۶۳ پروژې پلې کېږي چې د ۷۰ سلنه پروژو کارونه يې پيل شوي دي.

دی وايي، تازه د اتم ګذر لپاره د ۱۳ اعشاريه ۴ ميليونو افغانيو پروژې بشپړې شوې چې ۱۱۷۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د ولسي تړون پروګرام استازي رحمت الله خوږياڼي وويل، په دغو پروژو کې د ۱۸۳۰متره کوڅو، ۱۷۹۹متره ويالو، ۶پلچکونو او ۳۸۱متره استنادي دېوال رغول شامل دي.

د سيمې يو اوسېدونکي او د نظارتي کمېسيون غړي نور شاه وويل، پروژې د ولس په خوښه او نظارت لاندې ترسره شوي چې ټول خلک یې له شفافيت خوښ دي.

ولسي تړون پروګرام په کليو او ښارونو کې د ولس په نظارت او ون‌‌‌‌‌‌ډې رغنيزې چارې ترسره کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه