کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ۹۸): په ولسي جرګه کې د لوېدیځ حوزې استازي د غور-هرات- کابل لویې لارې په نه قیر کېدو نیوکه وکړه و د هغه د قیر کولو لپاره د بودیجې د ځانګړي کولو غوښتونکي شول.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي غلام فاروق نن د ملي شوا په تعمیر کې په خبري ناسته کې وویل چي دا ناسته د غور ولایت خلکو له مشروع حق څخه د دفاع په خاطر جوړه شوې وه.
نوموړي غور د افغانستان له مهمو ولایتونو یاد کړ او وویل، له بده مرغه تراوسه د غور-هرات لویه لار نه ده قیر شوې.
ده د ۱۳۹۹ کال په بودیجه کې د یاد ولایت د سړک قیر په شاملولو ټينګار وکړ او ويې ویل چې تبعیض باید له منځه لاړ شي؛ څو خلک خپلو مشروع حقونو ته ورسیږي.
همداراز په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازي ګل زمان نایب وویل چې د غور سړکونو لپاره باید بودیجه ځانګړې شي.
نوموړي زیاته کړه چې که دا غوښتنه یې ونه منل شۍ، په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.
د دغې ناستې غړو وویل، د غور سړک ته د بودیجې نه ځانګړي کولو په صوت کې د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه نه تصویبوي.
په ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار جنرال احمد خان غوري چې نن یې په یاده ناسته کې ګډون کړى و، د غور خراب سړک ته په اشاره وویل چې د دغه ولایت مظلوم خلک له ټولو امکاناتو بې برخې دي او هېڅ پاملرنه ورته نه ده شوې.
په هغه پرېکړه لیک چې د دوی له خوا ولوستل شو، راغلي چې له ۱۸ کلونو راهیسې، د غور-هرات سړک یو متر هم نه دی قیر شوی او باید د دغه سړک د اړتیا وړ پیسې د ۱۳۹۹ کال په بودیجه کې شاملې شي.
د پرېکړه لیک په یوه برخه کې راغلي چې په محرومو ولایتونو کې باید د تبعیض مخه ونیول شي؛ که نه نو خلک به په مختلفو سیمو کې په مدني حرکتونو لاس پورې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني، د نن ورځې په ناسته کې د غور ولایت د پروژو په اړه د اړوندو مسوولانو نه پاملرنې ته په اشاره وویل چې د بودیجې مالي کمېسیون باید په دې اړه پاملرنه وکړي.
نوموړي د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې د خپلو ولایتونو د پروژو په اړه خپل اعتراضونه تر درېیو ورځو پورې د بودیجې له مالي کمېسیون سره شریک کړي؛ څو پاملرنه ورته وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن