ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار او لغمان کې د درېيو رغنيزو پروژو کار پيل شو

په ننګرهار او لغمان کې د درېيو رغنيزو پروژو کار پيل شو

author avatar
21 Jan 2020 - 18:00
په ننګرهار او لغمان کې د درېيو رغنيزو پروژو کار پيل شو
author avatar
21 Jan 2020 - 18:00

جلال اباد (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۸): په ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د ۱۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو رغنيزو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

چارواکي وايي، په دغو پروژو کې د لغمان اړوند د يو سړک جوړېدل، د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ښځو د تفريحي بڼ او همدلته د څو پلو لارو او استنادي دېوال جوړېدل شامل دي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د سلواغې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، مهترلام ښار کې د څه باندې شل میلیونه افغانیو په ارزښت د یو نیم کیلو متره سړک د اساسي رغونې چارې پیل شوې.

هغه وایي، یاد سړک لس زره او دوه سوه متره مربع دی چې لس متره په عرض به د څلورو میاشتو په موده کې بشپړ شي.

د يوه بل خبر له مخې، ننګرهار کې د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت د ښځو د تفريحي پارک او د څو کليوالي سړکونو او استنادي دېوال د رغېدو چارې پيل شوې.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل، د مرکز جلال اباد ښار اړوند د اوومې ناحیې په درونټې سیمه کې په شاوخوا اته جریبه ځمکه کې د یو این هبیتات ادارې له لوري د جلال اباد ښاروالۍ سره په همغږۍ د لس میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پارک د جوړېدو چارې پیل شوې چې اتو میاشتو کې به بشپړې شي.

هغه زياته کړه، دغه راز د جلال اباد ښاروالۍ اوومې ناحیې په سیمه کې د یو این هبیتات ادارې په شپږ میلیونه افغانیو مالي لګښت د امرخېلو شورا اړوند د ۱۰۱۳ مترو په اوږدوالي د سړک او ۲۳۴ متره استنادي دېوال د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.