جلال اباد (پژواک ٢ دلو ۹۸): د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې تاريخي بڼ د بيارغونې غوښتنه کوي او وايي، که بيا ورغول شي د سيلانيانو پام به ور واوړي.
دغه باغ چې ويل کېږي د شاه جهان پاچا د لور مملې او د هغه د زوی له لوري رغول شوی، شاوخوا پنځه سوه کاله تاريخ لري او د افغانستان په تاریخ کې هم د ډېرو شاهانو د دمه ځای او د چکر ځای په نومونو ياد شوی دی.
دغه بڼ د جلال اباد ښار په ۴۲ کېلومترۍ کې د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې سيمې په ۶۰ جريبه ځمکه کې رغول شوی، دنګ چينارونه، روانې اوبه او د نرګس ګلونو دې ورته لا ښکلا ور بښلې ده.
دا سيمه چې له ډېرو کلونو په ناامنۍ کې پاتې شوه وه، تازه د سيمې د خلکو په ملاتړ او د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پایله کې امن شوې او دغه باغ ته د سيلانيانو د ورتګ مخه شوې ده.
د مملې سيمې يو قومي مشر، ليکوال او شاعر شفيق الله ممله وال د دغه بڼ د تاريخ په اړه وايي چې د مغلو د شاه جهان پاچا د لور او زوی له لوري شاوخوا پنځه سوه کاله وړاندې جوړ شوی دی.
هغه پژواک ته وويل: ((مشران کيسې کوي، چې هغه وخت به خلک په نغارو راټولېدل نو په يوه نغاره د دغه باغ بنسټونه اېښودل شوي او په بل يې ونې کرل شوي، دلته يوه لويه تيږه وه چې پرې ليکل شوي و، اسم دراشکو، یک باغ ساختېم در زېر کوه، چې دراشکو د شاه جهان پاچا د زوی نوم و او زېر کوه نه يې موخه همدا د سپين غره لمن ده.))
هغه وايي، دا بڼ د هيواد يو ژوندی تاريخ دی او بېرته بايد ورغول شي چې راتلونکي نسلونه ترې خبر شي او هم د سيلانيانو مخه ځنته واړوي.
د سيمې يوه بل اوسېدونکي حميد الله پژواک ته وويل، دا سيمه تازه امن شوې او د بڼ تاريخي ارزښت او طبیعي ښکلا ته په کتو هره ورځ خلک دغه بڼ ته د لېدو په خاطر راځي چې د جمعې په ورځو کې يې لیدونکي لا زيات وي.
دی وايي، که د بيارغونې برخې ته يې پاملرنه وشي، نو پر داخلي سيلانيانو سربېره به د نړيوالو سيلانيانو پام هم ځان ته واړوي.
قومي مشر او ملي سوداګر حاجي وردګ شېرزاد وايي، د تاريخي باغونو او ودانيو جوړول ډېرې ګټې لري او د سيمو تاریخي برم بېرته را ژوندی کېږي.
هغه پژواک ته وويل، ننګرهار د توريزم لپاره مناسبه سیمه ده چې د یاد بڼ له جوړېدو سره به د سیلانیانو مخ خوږیاڼو طرف ته واوړي چې ورسره به سيمه فرهنګي او اقتصادي پرمختګ وکړي.
ده زياته کړه: ((له حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې د مملې باغ د جوړونې چارې ژر تر ژره پیل کړي او د نورو ژمنو په څېر دې هوایي پاتې نه شي.))
د ننګرهار ولايتي اداره وايي چې د دغه بڼ د بيارغونې لپاره يې پر دوو پروژو کار روان کړی چې يو يې د ساختمان بيارغونه او بله يې هم د بڼ د ونو بوټو بيا احيا ده.
د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل، د ولسمشرۍ ماڼۍ د واحدې عملياتي ادارې له لويې د دغه بڼ د بيارغونې لپاره بودجه منظور شوې او ډېر ژر به يې چارې پيل شي.
هغه زياته کړه، دغه راز به يې د ونو بوټو په برخه کې د کرنې رياست کار وکړي چې زيانمن شوي بوټي به جوړ شي او دغه راز به نوي بوټي هم وکري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










