منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند ګرشک کې د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ٣ سلواغه ٩٨): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د  ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى ښوونځى، ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د هلمند د ښار جوړونې رييس عبدالولي مبارز وويل چې دغه ښوونځى د يوه کال په موده کې د څه باندې ١٦ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځى شپږ درسي خونې، اداري خونې، لابراتوار خونه، کمپيوټر لب او کتابتون لري.

دغه راز د هلمند د پوهنې رييس داوود شاه صفاري وويل چې دغه ښوونځى د ابو الفتح بُستي منځنى ښوونځى دى.

ده زياته کړه چې دغه ښوونځى له هر اړخه مجهز دى او په دوو وختونو کې له زرو ډېر زده کوونکي کولاى شي زده کړې په کې وکړي.

صفاري همداراز د ښوونځي د شورا او له قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د ښوونځي په ساتلو کې پوره ونډه واخلي.

د یادوني ده چې څه موده وړاندې د ګرشک ولسوالۍ په کاريز سيمه کې هم يو ورته مجهز ښوونځى ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه