ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۶۵ ميليونه افغانيو په لګښت ګڼې رغنيزې پروژې بشپړې شوې

ننګرهار کې د ۶۵ ميليونه افغانيو په لګښت ګڼې رغنيزې پروژې بشپړې شوې

author avatar
28 Jan 2020 - 19:46
ننګرهار کې د ۶۵ ميليونه افغانيو په لګښت ګڼې رغنيزې پروژې بشپړې شوې
author avatar
28 Jan 2020 - 19:46

جلال اباد (پژواک‌ ۸ سلواغه ۹۸): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي مرکز جلال اباد ښار او ګوشتې ولسواليو کې يې د ۶۵ ميليونه افغانيو په لګښت ګڼې رغنيزې پروژې بشپړې او يو شمېر نورو کار پيل شو.

د چارواکو په وينا دغو پروژو کې د لارو، ويالو، سربندونو، اسنتادي ديوالونو او نوزو عامه تاسيساتو رغول شامل دي چې مالي لګښت يې د ولسي تړون پروګرام، عملياتي واحدې ادارې او سوي‌‌‌‌‌‌ډن کمېټې لخوا ورکړل شوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په ۸مه پژواک ته وويل، د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند دویم ګذر په درې پراختیایي شوراګانو کې د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې د ۱۸ میلیونه او شپږ اویا زره افغانیو په مالي لګښت د فرعي سړکونو،ویالو او پلچکونو جوړولو پروژې بشپړې او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

هغه زياته کړه، دغه راز د دې ولايت ګوشتې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د کليو پراختيا او بيا رغونې او سويډن کمېټې له لوري د ۳۲ ميليونه او درې سوه زره افغانيو په مالي لګښت د اوبو رسولو، کانالونو، سړکونو، ويالو او استنادي ديوالونو جوړولو ۲۲ پروژې بشپړې او دوه نورې پيل شوې.

د نوموړي د معلوماتو له مخې د ۲۸ ميليونه او ۴ سوه زره افغانيو په مالي لګښت دوه ويشت پروژې، چې په کې سربندونه، ويالې، کانالونه، سړکونه او پلچکونه شامل دي د اتو مياشتو په موده کې تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

هغه زياته کړه، دغه پروژې د دې ولسوالۍ په يعقوب خېلو، کوز يعقوب خېل، بر ورسک، کوز چورخېل، منځ چورخېل، سور ډاګ، اکا خېلو او يو شمېر نورو سيمو کې تطبیق شوې، چې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.

د ننګرهار د والي وياند دا هم وويل چې ورته وخت کې د ولسمشر د ژمنې له مخې د جمهوري ریاست عملیاتي واحد له لورې د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د پنځلس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د مرکزي جومات د جوړولو چارې پيل شوې چې د یو کال په موده کې به بشپړي شي .

دی وايي، دا جومات د دغې ولسوالۍ په اکاخیلو سیمه کې په یو جریب ځمکه کې د یو کال په موده کې جوړېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.