کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۹۸): د کورنیو چارو وزارت وایي چې د کابل د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر چې د دغو توکو لوی قاچاقبر دی، له پنځو افسرانو سره نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په دغو شپږو کسانو کې ستر قاچاقبر او د نشه یي توکو مافیا «د کابل امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پرضد د مبارزې مدیر میان احمد احمدي» هم شامل دی.
هغه زیاته کړه: «دغه لوی قاچاقبر د افغان سویس ګروپ رییس او د کابل د ټولو حوزو د نشه یي توکو د ډېرښت ملاتړی و، هغه په کابل ښار کې له وړو قاچاقبرانو هم باج اخیسته.»
نوموړي وویل چې یاد قاچاقبر له څه مودې راهیسې، تر څار لاندې و، کله چې نوموړي غوښتل له کابل څخه شمالي ولایتونو او له هغه ځایه منځنۍ اسیا ته وتښتي، د پروان په سالنګ ولسوالۍ کې ونیول شو.
د هغه په خبره، د احمدي پنځه جرمي شریکان هر یو، په کابل کې له نشه یې توکو سره د مبازې د پولیسو د کيمیاوي توکو د کنترول مرستیال مدیر سمونیار الله داد، په کابل کې د نشه یي توکو پرضد د تحلیل او څېړنې امر څارمن فرید الله، په کابل کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مدیریت د ټېم قوماندان عبادالرحمن، په کابل له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیریت د کشف امر لومړی څارمن لمر، د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې د نشه یي توکو د کشف امر لومړی څارمن اجمل هم نیول شوي دي.
ده په ډاګه کړه چې د یادو کسانو نسبتي دوسیه بشپړه او د رسېدنې په موخه عدلي او قضایي بسټونو ته استول شوې ده.
نوموړي په تېره یوه میاشت کې پر قاچاقبرانو د ۴۴ هدفي عملیاتو د ترسره کېدو خبر ورکړ او ويې ویل چې په دې موده کې، ۲۲۳ زره او ۷۴ کیلو ګرامه بېلا بېل نشه یي توکي هم ترلاسه شوي دي.
هغه زیاته کړه: «په تېره یوه میاشت کې په کابل ښار کې، ۳۷۱ کسان د قتل، چپاولګرۍ، زورواکۍ او تښتونو؛ او په ټول هېواد کې ۱۷۷۳ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضایي بنسټونو ته استول شوې دي.
همداراز هغه پر وسله والو مخالفینو هم د ۱۸۸ عملیاتو پلان ته په اشاره وویل چې د دغو عملیاتو له امله، ۶۱۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۶۶ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي دې ته په اشاره چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د دولت وسله وال مخالفین کمزوري کېږي، ښکاره کړه چې په یاده موده کې ۲۵۲ ماینونه هم کشف شوي دي.
login or register a new account.