کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۹۸): د ملي دفاع وزارت په غزني ولایت کې د طالبانو اړوند د چاودېدونکو توکو یوه ستره زېرمه کشف او شنډ کړې او وايي چې په تړاو یې د پاکستاني ماین جوړوونکو په ګډون څو کسان نیول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د عملیاتو په پایله کې ۲۰۰ بورۍ چاودېدونکي توکي، څلور موټرسایکل او یو سراچه موټر کشف او شنډ شوي دي.
د یاد وزارت په خبره چې په یادو عملیاتو کې د څو پاکستاني ماین جوړوونکو ترڅنګ دوه طالبان هم نیول شوي دي.
د رالېږل شوې خبرپاڼې له مخې، دوه کلاشینکوفونه او یوه یوولس ډزی هم د کومانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
login or register a new account.